Connect with us

تازه خبرونه

د پاکستان او افغانستان تر منځ د بسونو تګ راتګ پیلیږي – اسلامي امارت 

خپور شوی

د

د افغانستان اسلامي امارت د ټرا نسپورټ او هوایي چلند وزارت ویلي؛ په نږدې را تلونکي کې به کندهار او کوټې، ننګرهار او پېښو تر منځ د مسافروړونکیو بسونو فعالیت پیل شي.

د ټرا نسپورټ او هوايي  چلند وزارت وا يي  دافغانستان او پاکستان  ترمنځ  به  د مسافر وړو نکو بسونو د فعالیت  لړۍ  په نږ دې راتلونکي  کې پیل شي.

 دوی زیاتوي؛ دا خدمات به د دواړه هېوا دونو مسافرو ته خصوصي  ترا نسپورتي  شرکتونه تر سره کړي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي وایي؛ د مسافرو د تګ راتګ لپاره به خدمات پېنځه افغان شرکتونو او پېنځه پاکستانيو شرکتونو لخوا وړاندي شي. مونږ غواړو له نورو ګاونډ هېوادونو سره هم ترانیټي او ټرانسپورتي خدمتونه پراخه کړو.

د افغانستان د خصوصي ټرانسپورټي شرکتونو د ټو لنې غړيو ويلي،  چې افغانستان باید له پاکستان پرته له نورو ګاونډ هېوادونو سره هم  یاد سیسټم  فعال کړي.

د خصوصي ټرانسپورتې شرکتونو ټولني مرستیال محمد نبي افغان وایي: په افغانستان کې د لوړې وړتیا لرونکي ټرانسپورټي شرکتونه شته او په دي برخه کې پوره پانګونه هم شوې ده.

د هېواد ترانسپورتي شرکتو نو مسوولینو  ويلي؛  کولی  شي خپلو مسافرو ته له نړیوال ستندرډ سره سم چوپړ تر سره او له ګاونډ هېوادونو سره د مسافرینو د لېږد په بهیر کې ونډه واخلي.

د خصوصي ټرانسپورټې شرکت مشر محمد نسیم وردګ څرګنده کړې: مونږ هغه معیاري موټر افغانستان ته رالېږدولي، چې په سیمه او ګاونډ هېوادونو کې نشته او مونږ چمتو یوو، چې له ګاونډیانو سره کار وکړو.

د اقتصادي  چارو یوشمېر کار پوهان پدې  باور دي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مسافروړونکیو بسونو تګ راتګ د دواړه هېوادونو ترمنځ اقتصادي  اړیکي هم پرا خې کړي.

د پوهنتون استاد عبادالله درمان وایي: له پاکستان سره د مسافر وړونکیو بسونو فعالیت کولی شي د دواړه هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکي پراخي او د باور فضا رامنځته کړي.

د ټرانسپورټ وزارت چارواکو ډاډ څرګند کړی؛ هڅې روانې دي، چې له ایران او ازبکستان سره هم نوې ټرانسپورټې او ترا نزیټي تړونونه لاسلیک شي.

تازه خبرونه

اسلامي همکاریو ټولنې پر زړه د سوريو ماشومانو عملیاتي لګښتونه ومنل- نورجلال جلالي

د عامې روغتیا وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، نورجلال جلالي د اسلامي همکاریو ټولنې د سرمنشي له مرستیال سفیر طارق علي بخیت او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې لیدلي دي.

Published

on

د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي ويلي، د اسلامي همکاریو ټولنې له پلاوي سره یې د افغانستان د روغتیايي نظام د اړتیاوو، د ساري ناروغیو د مخنیوي او د اسلامي هېوادونو ترمنځ د روغتیا په برخه کې د همغږۍ او همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

د عامې روغتیا وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، نورجلال جلالي د اسلامي همکاریو ټولنې د سرمنشي له مرستیال سفیر طارق علي بخیت او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې لیدلي دي.

په دې لیدنه کې جلالي د ولسوالیو پر کچه روغتونونو ته د اړینو تجهیزاتو د برابرولو، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او د روغتیا په برخه کې له اسلامي هېوادونو سره د هوکړه‌لیکونو د لاسلیک لپاره د زمینې برابرولو غوښتنې او وړاندیزونه یاد پلاوي ته وړاندې کړي دي.

دغه راز نوموړي د سرطان او زړه ناروغیو د درملنې، روغتونونو ته د اړینو تجهیزاتو د برابرولو، د زړه پر سوري ناروغۍ د اخته ماشومانو د جراحي عملیاتو او په دې برخه کې د مالي ملاتړ په اړه خبرې کړې دي.

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي په یادو برخو کې د پرله‌پسې همکارۍ ډاډ ورکړی او څرګندوي، چې هڅه به وکړي د روغتیا په برخو کې د هر اړخیزې همغږۍ او همکاریو زمینه برابره کړي.

د اسلامي همکاریو ټولنې د سرمنشي مرستیال سفیر طارق علي بخیت ویلي، چې د زړه له ستونزو سره د مخ یو شمېر ماشومانو د جراحي عملیاتو لګښتونه به پر غاړه واخلي.

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلامي امارت د سعودي عربستان پر ملکي سیمو بریدونه وغندل

د دغه وزارت د ویاند عبدالقهار بلخي په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملکي وګړو پر ژوند او امنیت هر ډول برید د غندنې وړ دی.

Published

on

 

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت پر ریاض او د سعودي عربستان پر نورو هوايي ډګرونو د وروستیو بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او په دغو بریدونو کې یې د ملکي وګړو وژل او ټپي کېدل خواشینوونکي بللي دي.

د دغه وزارت د ویاند عبدالقهار بلخي په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملکي وګړو پر ژوند او امنیت هر ډول برید د غندنې وړ دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د تاوتریخوالي زیاتوالی او د جګړې پراخېدل د ټولې سیمې امنیت او ثبات له ګواښ سره مخ کوي.

د بهرنیو چارو وزارت له ټولو ښکېلو لوریو غوښتي، چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي، د کړکېچ د زیاتېدا مخه ونیسي او د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره اړینې هڅې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سعودي عربستان د چارواکو د څرګندونو له مخې، د ریاض پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر په وروستي برید کې یو تن وژل شوی او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

#آریانانیوز#افغانستان #سعودي‌عربستان #بهرنیوچارووزارت

Continue Reading

تازه خبرونه

سترې محکمې د انګور باغ د ځمکو د پرېکړې د تطبیق امر کړی – بشپړ وضاحت

د سترې محکمې د مرستیال ویاند منصوراحمد حمزه د دې محکمې بشپړ وضاحت خپور کړی او څرګندوي، چې د یادې ځمکې په تړاو په بېلابېلو پېرونو کې قضایي پرېکړې شوې وې؛ خو د پرېکړې له تطبیق مخکې د ننګرهار ولایت د ځینو مسوولانو له لوري موضوع د اسلامي امارت مشرتابه ته وړاندې شوه. د مشرتابه له لوري د موضوع د ارزونې لپاره یو پلاوی وټاکل شو، چې د قضیې اړوند کسان هم رانغاړي.

Published

on

 

د سترې محکمې د څرګندونو له مخې: د جلال‌آباد د انګور باغ ځمکې قضیه، چې له کلونو راپدېخوا د محکمو تر څېړنې لاندې وه؛ له هر اړخیزې ارزونې وروسته د حق لرونکو پر ګټه فیصله شوې او د ځمکې د سپارلو امر یې صادر شوی دی.

د سترې محکمې د مرستیال ویاند منصوراحمد حمزه د دې محکمې بشپړ وضاحت خپور کړی او څرګندوي، چې د یادې ځمکې په تړاو په بېلابېلو پېرونو کې قضایي پرېکړې شوې وې؛ خو د پرېکړې له تطبیق مخکې د ننګرهار ولایت د ځینو مسوولانو له لوري موضوع د اسلامي امارت مشرتابه ته وړاندې شوه. د مشرتابه له لوري د موضوع د ارزونې لپاره یو پلاوی وټاکل شو، چې د قضیې اړوند کسان هم رانغاړي.

د پلاوي د راپور له ارزونې وروسته د اسلامي امارت مشرتابه د احتیاط له مخې د پرېکړې د تطبیق د ځنډولو امر وکړ او سترې محکمې ته یې لارښوونه وکړه، چې قضیه په خپلواک ډول او له سره وڅېړي.

سترې محکمې نږدې اووه میاشتې قضیه په هر اړخیز ډول وڅېړله.

د معلوماتو له مخې؛ د تېر اسلامي امارت او «جمهوري نظام» د پېرونو د محکمو د پرېکړو او اسنادو له ارزونې وروسته هم د ځمکې د غصب موضوع تائید شوه او څرګنده شوه: هغه کسان، چې پر ګټه یې وروستۍ قضایي پرېکړه شوې؛ د ځمکې د تسلیمۍ حق لري.

له همدې کبله، سترې محکمې د قضایي پرېکړې د تطبیق امر صادر کړ، چې ځمکه له غاصبانه تصرف څخه وایستل شي او حق لرونکو ته وسپارل شي.

په وضاحت کې راغلي، چې د پرېکړې د تطبیق پر مهال د رسنیو د احتمالي غبرګون او شور په اړه اندېښنه د قضایي پرېکړې د ځنډولو لامل نه‌شي کېدی؛ ځکه، چې موضوع د مشرتابه له لوري هم ارزول شوې او سترې محکمې له اوږدو څېړنو وروسته د پرېکړې د تطبیق امر کړی دی.

په پای کې ټینګار شوی، چې د قضایي پرېکړو تطبیق د عدالت د تأمین، د خلکو د حقونو د بېرته ورکړې او د غصب د مخنیوي اساسي برخه ده او دا بهیر د اسلامي شریعت، قانوني پړاوونو او اړوندو اسنادو پر بنسټ ترسره کېږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!