سوداگري

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې لارۍ چلوونکیو ته د ځانګړي سند غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۵, ۱۴۰۲)

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې همغږي کوونکي د هغو لاریو موټر چلوونکیو ته، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ مالونه لېږدوي د ځانګړی سند صادرولو وړاندیز کړی دی.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې همغږي کوونکي ضياءالحق سرحدي په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي؛ د دې طرحې موخه د پاکستان او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ اسانتيا ده، چې په دې وروستيو کې د موټر چلوونکیو د ويزو د ستونزو له کبله د لس ورځو لپاره ځنډېدلې ده.

هغه زیاته کړې؛ د دغه پلان له مخې به د شاوخوا ۱۰۰۰ لارۍ چلوونکیو لپاره یو ځانګړی سند صادر شي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اسانه مالونه ولېږدول شي.

ضیاالحق سرحدي څرګنده کړه، چې دغه لارۍ باید د دواړو هېوادونو په ګمرکونو او ترانسپورتي ادارو کې ثبت شي؛ خو د دې سند د صادرولو په بدل کې له چلوونکیو څخه یوه اندازه پیسې اخیستل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستانيو چارواکو د تورخم په لاره کې د افغان لارۍ چلوونکیو لپاره د ویزې اخیستل لازمي کړي دي.

Trending

Exit mobile version