سیمه ییز خبرونه

د پاکستان او روسیې تر منځ د سوداګرۍ دوه اړخیز بحري لېږد رالېږد پیل شو

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۰, ۱۴۰۲)

پاکستان د روسیې د سنت پیترزبورګ او کراچۍ بندرونو ترمنځ د سوداګریزو کانتینرونو د لیږد رالېږد له لومړنۍ کښتۍ هرکلی وکړ.

دا نوې سوداګریزې اړیکې د پاکستان د پاک شاهین او روسیي نیکولاین شرکتونو ترمنځ د تړون پایله ګڼل شوې ده، چې له مخې یې د پاکستان سوداګریز توکي د روسیې بازارونو او د روسیې هغه د پاکستان بازارونو ته لېږدول کیږي.  

  د پاک شاهین شرکت اجرائیوي رییس عبدالله قیصر په دې اړه د پاکستان ایکسپرس تریبیون ورځپاڼې ته ویلي؛ لومړنۍ کریستال نومې بېړۍ د روسیې له سنت پیترزبرګه روانیږي؛ له سویز کانال، سره سمندرګي او د هند سمندر له لارې کراچۍ بندر ته رارسیږي، چې دا دوه اړخیزې سوداګریزې اړیکې روسیې او پاکستاني سوداګرو ته ګټه رسوي.  

پخوا به روسيې ته په غير مستقيم ډول او د ترانزيتي بندرونو له لارې د مالونو صادرات ډېر وخت ضايع کاوه؛ خو اوس مستقيم لېږد له پاکستانيو سوداګرو سره مرسته کوي، چې د خپلو صادراتو کچه لوړه کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د روسیې بازار ته د پاکستانيو محصولاتو په رسولو کې ځنډ د سیالو هېوادونو په ګټه و.

هغه دا هم په ګوته کړه، چې د درېیم هېواد له لارې روسیې ته د پاکستانيو میوو لیږد له ۵۰ ورځو څخه ډېرځنډېدل. په داسې حال کې، چې اوس د دې مستقیم خدمت له لارې دا ډول صادرات د ۱۹ څخه تر ۲۴ ورځو پورې خپل منزل ته رسیږي.

ویل کیږي، چې په روسيه کې د پاکستانيو محصولاتو لپاره ډېره تقاضا ده، چې له مستقيم بحري لېږد رالېږد سره به د دوی سيالي نوره هم ډېره شي.

Trending

Exit mobile version