سیمه ییز خبرونه
د پاکستان حکومت اختر محمد منصور داد الله خوشې کړ
اختر محمد منصورداد الله، چي د وژل شوي ملا دادا الله ورور دى پاكستان له بنده خوشي كړى دى.
پاكستانيو چارواكو ويلي، چې د طالب مشرانو له خوشې كولو څخه يي موخه د افغانستان د سو لې بهير پياوړي كول دي.
د افغانستان د سولي عالي شورا د بهرنيو اړيكو سلاكار محمد اسماعيل قاسميار هم د پاكستان د دغه كارهر كلى كړى او زياتوي، چي دا كار كولى شي د افغانستان د سولي او ثبات لپاره ښي پايلې وركړي.
د طالبانو د رهبرۍ پخواني غړى سيداكبراغا وايي، چې د اختر محمد منصور داد الله له بنده خوشې كيدل به د افغا نستان د سولي پر بهير مثبتي اغېزې وكړي.
دغه پخواني طالب چارواكي زياته كړې، چې ملا اخترمحمد منصور داد الله د طالبانو درېيمه درجه لوړ پوړى چارواكى بلل كيږي.
دا په داسي حال كي ده، چي افغان حكومت هم په دې روستيو كې له بگرام زندان څخه د زندانيانو د خوشي كولو لړۍ پيل كړې ده.
رپوټونه وايي، منصورداد الله له خوشي كيد و سره سم له خپلي كورنۍ او طالب قوماندانانو سره اړيكې ټينگې كړې دي.