تازه خبرونه
د پاکستان حکومت له پاکستانيو طالبانو سره د هوکړې په درشل کې شاتګ وکړ – امیر خان متقي
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي ویلي، چې د پاکستان حکومت له پاکستانيو طالبانو سره د هوکړې په درشل کې له خبرو اترو شاتګ کړی دی.
هغه د دغو څرګندونو تر څنګ ویلي، چې د پاکستان د حکومت او پاکستانيو طالبانو تر منځ ډېر اختلافي مسایل اوار شوي وه او دواړه لوري یوې هوکړې ته نږدې ول؛ خو د پاکستان حکومت ترې شاتګ غوره کړ.
د پاکستان د ایکسپریس ټریبیون د راپور له مخې؛ امیر خان متقي دغه څرګندونې د ایران په تهران کې د فلسطین په اړه د غونډې په څنډه کې د پاکستان له سناتور مهشید حسین سید سره په خبرو کې کړي او څرګندوي، چې افغانستان د خبرو له لارې د مسئلې د اواري غوښتونکی دی.
د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د سناتور مهشید حسین سید د څرګندونو له مخې څرګنده کړې، چې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي ویلي، چې د پاکستان د حکومت او پاکستانيو طالبانو تر منځ زیاتره اختلافي مسایل حل شوي وه او دواړه خواوې هوکړې ته نږدې ول؛ خو د پاکستان حکومت شاتګ وکړ.
امیر خان متقي زیاته کړې، چې یوازنۍ نا حل شوې مسله د قبایلي سیمو د ادغام لغو کول ول، چې خبرې پرې ودرېدې او د پاکستان حکومت شاتګ غوره کړ.
یادې پاکستانۍ ورځپاڼې دا هم لیکلي، چې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د پاکستان دې سیاستوال ته څرګنده کړې، چې کابل غواړي له اسلامآباد سره ټولې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.
پاکستانی سناتور له امیرخان متقي سره له خبرو دې باور ته رسېدلی، چې د افغانستان واکمنان د فشارونو او ګواښونو پر وړاندې منفي غبرګون ښيي او هر راز ګواښ او فشار ردوي.
په تېرو دوه کلونو کې د اسلامآباد او کابل اړیکې د هغه څه له کبله ترینګلې شوي، چې ویل کېږي د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي؛ خو کابل تل ویلي، چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد او په ځانګړي توګه د پاکستان پر ضد کارول شوې نهده او نه به وکارول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني سناتور ویلي؛ له متقي سره له خبرو دې پایلې ته رسېدلی، چې د اسلامآباد او کابل د لوړپوړیو چارواکو تر منځ د لوړې کچې کوم ارتباطي کانال نشته او له همدې کبله دواړه لوري په جدي مسایلو کې ښکېل دي او یو بل ته د ملامتۍ ګوته نیسي.