تازه خبرونه
د پاکستان د آیایسآی هڅې ناکامې دي
په قطر کې د اسلامي امارت سفیر سهیل شاهین سيایناین نیوز ۱۸ ته ویلي، چې افغان حکومت د بهرنیو استخباراتي شبکو د ښکېلتیا په ګډون “هیڅ امکان نهردوي”. استخباراتي کړۍ غواړي افغانان په امریکا کې سپینې ماڼۍ ته له نږدې ډزو وروسته د امنیتي ګواښ په توګه انځور کړي.
په قطر کې د افغانستان سفیر سهیل شاهین ویلي؛ ISI هڅه کوي، چې د واشنګټن د وروستۍ پېښې نسبت افغانستان ته وشي؛ خو د دوی ټولې هڅې ناکامې دي.
په قطر کې د اسلامي امارت سفیر سهیل شاهین سيایناین نیوز ۱۸ ته ویلي، چې افغان حکومت د بهرنیو استخباراتي شبکو د ښکېلتیا په ګډون “هیڅ امکان نهردوي”. استخباراتي کړۍ غواړي افغانان په امریکا کې سپینې ماڼۍ ته له نږدې ډزو وروسته د امنیتي ګواښ په توګه انځور کړي.
شاهین پاکستان او د هغه د پوځي استخباراتو اداره (ISI) تورنه کړې، چې ممکن د افغان حکومت باور او اعتبار ته زیان ورسوي؛ اسلامي امارت روښانه پالیسي لري او “مونږ به اجازه ورنکړو، چې د افغانستان خاوره په بهر کې د بریدونو لپاره وکارول شي.”
هغه ټینګار کړی، چې د ډزو مسوول کس باید د مسلکي او بېطرفه څېړنو او پلټنو له لارې وپېژندل شي او سمې پایلې ته رسېدا یوازې د بشپړو او خپلواکو پلټنو له لارې شوني ده.
له هغه پوښتل شوي، چې آیا بریدګر ممکن د ISI لهخوا اغېزمن شوی وي یا هڅول شوی وي؛ شاهین ویلي: “دا امکان له پامه غورځېدی نشي؛ خو په دې اړه د بشپړې څېړنې له ترسره کېدا مخکې هیڅ شی ویل کېدی نشي.”
اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې او رسنیو وغوښتل، چې خپلواکو او بېپرې څېړنو ته پاملرنه وکړي او له تعصبي پایلو څخه باید پوره ډډه وشي.
