سیمه ییز خبرونه
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر په راتلونکو ۳۶ ساعتونو کې د هند له پوځي برید خبرداری ورکړ
تارړ په ایکس پاڼه کې لیکلي: “پاکستان باوري معلومات لري، چې هند غواړي په کشمیر کې له ترهګریزې پېښې څخه د یوې پلمې په توګه ګټه پورته او زمونږ پر وړاندې پوځي برید ترسره کړي.”
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ ویلي؛ اسلامآباد باوري معلومات لري، چې هند غواړي په راتلونکو ۲۴ څخه تر ۳۶ ساعتونو کې د پاکستان پر وړاندې پوځي برید ترسره کړي.
تارړ په ایکس پاڼه کې لیکلي: “پاکستان باوري معلومات لري، چې هند غواړي په کشمیر کې له ترهګریزې پېښې څخه د یوې پلمې په توګه ګټه پورته او زمونږ پر وړاندې پوځي برید ترسره کړي.”
هغه زیاته کړې، چې زمونږ پر وړاندې هر ډول تېري ته به پرېکنده ځواب ورکړ شي او هند به یې د پایلو بشپړ مسوولیت پر غاړه ولري.
هندوستان ټایمز د نن چارشنبه( د غویی لسمهه) راپور ورکړی، چې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي پرون د امنیتي کابینې له غړو سره، چې په کې دفاع وزیر راج ناتھ سینګهـ، د ملي امنیت سلاکار اجیت دیول، د پوځ مشر انیل چوهان او د هند د پوځ سمندري، ځمکنیو او هوايي ځواکونو لوی درستیز او قوماندانان برخه لرله؛ یوه “اړینه ناسته” کړې ده.
ویل کیږي، چې هند او پاکستان سرحدي لارې تړلي، د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه یې راټیټه کړې او د میشتو پاکستانیانو ویزې لغوه شوې دي.
