نړۍ

د پاکستان د اټومي پروګرام پلار په ۸۵ کلنۍ کې ومړ

Published

on

 د پاکستان دولتي رسنیو په ډاګه کړې، چې د پاکستان د اټومي پروګرام بنسټوال ډاکتر عبدلقدیر خان په پلازمېنه اسلام آباد کې د ۸۵ کلونو پر عمر له ورپېښې ناروغۍ مړ شوی دی.

 د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ نوموړی د روان کال د اګست پر ۲۶ پر کرونا ویروس له اخته کېدو وروسته د راولپنډۍ په پوځي روغتون کې بستر او بیا له درملنې وروسته کور ته ولېږدول شو.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د عبدالقدیر خان پر مړینه خواشیني په ډاګه کړې او وایي، چې عبدالقادر خان پاکستانیانو ته اټومي پروګرام وړاندې کړ او له همدې کبله یې خلک درناوی کوي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ډاکتر عبدالقدیر خان به له وصیت سره سم د پلازمېنې اسلام آباد د فیصل جومات تر څنګ خاورو ته وسپارل شي.

عبدالقدیر خان په ۱۹۳۶ زېږدیز کال د اوسني هند په بهوپال ښار کې زېږېدلی او بیا د پاکستان له جوړېدو سره سم له خپلې کورنۍ سره پاکستان راوکوچېده.

نوموړي د اروپا په بېلا بېلو پوهنتونو کې لوړې زدکړې پای ته ورسولې او د انجنیرۍ څېړنیز لابراتوار یې جوړ او کار یې په کې پیل کړ، چې اوس په پاکستان کې د یورانیمو د بډاینې لپاره خورا مهم مرکز دی.

عبدالقدیر خان د پرویز مشرف پر مهال د پاکستان پر ملي ټلویزیون په یوه وینا کې ومنله، چې اټومي تکنالوژي یې پر یو شمېر نورو هېوادونو پلورلي؛ خو حکومت وبښلو او په خپل کور کې یې نظر بند ژوند تېر او پاکستان یې د نورو له لاسوهنو بشپړ وژغوره.

Trending

Exit mobile version