سوداگري
د پاکستان د سوداګرۍ خونې له افغانستان سره د سوداګریزو دروازو پر بیا پرانستلو ټینګار وکړ
جنید الطاف د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د اجرائي کمیټې په غونډه کې ویلي؛ دا مهال له پاکستان – افغانستان سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ پورې تړلي له ۱۲ زره څخه زیات کانټینرونه د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي او سوداګر اړ دي، چې ډېر لوړ لګښتونه پرې کړي.
د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر جنید الطاف خبرداری ورکړی، چې له افغانستان سره د لارو او دروازو اوږدمهاله تړل کېدا سوداګرو ته ستر مالي زیانونه اړولي او دوهاړخیزه او ټرانزیټي سوداګري یې پوره ګډوډه کړې ده.
جنید الطاف د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د اجرائي کمیټې په غونډه کې ویلي؛ دا مهال له پاکستان – افغانستان سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ پورې تړلي له ۱۲ زره څخه زیات کانټینرونه د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي او سوداګر اړ دي، چې ډېر لوړ لګښتونه پرې کړي.
په دې غونډه کې سوداګرو ویلي، چې د دروازو او لارو تړل کېدا د فاسدېدونکو توکو صادرات زیانمن کړي، بېکاري یې زیاته کړې او د ډیورنډ کرښې ته نږدې هغو ټولنو ته یې جدي ټولنیزې ـ اقتصادي ستونزې پیدا کړي، چې ژوند یې تر ډېره پر سوداګرۍ ولاړ دی.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ هره ورځ د کانټینرونو د بند پاتې کېدا له کبله میلیونونه ډالر له منځه ځي. په داسې حال کې، چې د کانټینرونو په بانکي ضمانتونو او امنیتي سپماوو کې میلیارډونه پاکستانۍ روپۍ کنګل پاتې دي.
د غونډې ګډونوالو ټینګار کړی؛ دا ستونزه باید د خبرو اترو له لارې حل شي او د دواړو غاړو له چارواکو یې وغوښتل، چې دوهاړخیزه او ټرانزیټي سوداګري بېرته پیل کړي، چې د نورو دېرو اقتصادي زیانونو مخه ونیول شي.
د یادونې ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري شاوخوا درې میاشتې مخکې د دواړو لوریو ترمنځ د خونړیو نښتو له کبله درېدلې ده.