نړۍ
د پاکستان د سویلي سیمې د دوه ریل ګاډو په ټکر کې له ۳۰ ډېر کسان وژل شوي
(Last Updated On: غبرګولى ۱۷, ۱۴۰۰)
پاکستانیو رسنۍ د پولیسو د څرګندونو له مخې ویلي، چې نن (دوشنبه د غبرګولي ۱۷) د پاکستان د سند په شمالي ښار ګوټکي کې د دوه ریل ګاډو په ټکر کې له ۳۰ ډېر کسان وژل شوي او څه نا څه ۵۰ نور ټپیان دي.
د پاکستان د اوسپنیزې کرښې ادارې ویلي؛ دغه پېښه هغه وخت رامنځته شوه، چې ملت اکسپریس د سرګودا په اړوند سیمه کې له کرښې ووت.
د یادې ادارې د څرګندونو له مخې؛ له کرښې څخه د ملت ایکسپریس ریل ګاډی له وتلو سره سم یې د سر سعید ایکسپریس له ریل ګاډي سره، چې له راولپینډۍ یې حرکت کړی و؛ ټکر وکړ.
پولیسو ويلي، چې د ۱۵ یا ۲۰ کسانو پورې اوس هم د ریل ګاډي په کابینونو کې بند پاتې دي او د هغوی د ژغورلو هڅې روانې دي.