تازه خبرونه
د پاکستان د غنمو لومړنۍمرسته افغانستان ته راورسېده
پاکستانيو چارواکو څرګنده کړې؛ د تورخم پر پوله یې د بشري مرستو د ۱۸ زره ټنو غنمو یوه ټولګه افغان چارواکو ته سپارلې ده.
د دوی په خبره؛ دغه ټولګه د هغو پنځوس زره ټنو غنمو یوه برخه ده، چې ټاکل شوې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د ځانګړي فرمان له مخې افغانستان ته راولېږدول شي.
Pakistan today started supply of 50,000 MT wheat donation to Afghanistan. Special Assistant to Prime Minister handed over the first consignment of 1800 MT wheat to Afghan Minister for National Disaster Management at Torkham @PakinAfg pic.twitter.com/ohpVky0LLb
— Mansoor Ahmad Khan (@ambmansoorkhan) December 30, 2021
د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار شهزاد ارباب ویلي؛ د لومړي وزیر(عمران خان) بشري مرستې پېنځه میلیارډ پاکستانۍ کلدارې ارزښت لري. دا د غنمو لومړۍ جوپه ده، چې نن مو وزیر ته وسپارله.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ افغانستان ته د پاکستانيو غنمو د لېږد بهیر به روان وساتل شي.
شهزاد ارباب زیاته کړې: دا بهیر روان دی. مونږ به د دوی (افغان چارواکو) د مشورې له مخې په اوونۍ کې دوه ټولګې غنم او د ژوند ژغورنې درمل هر ځای ته، چې وغوښتل شي رسوو.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو استازي مولوي عباس اخوند د پاکستان له حکومت څخه په دې اړین وخت کې د افغانستان له خلکو سره د دوی له مرستو مننه کړې او ترڅنګ يي پر نړیواله ټولنه او ملګرو ملتونو نیوکې وکړې، چې د افغانستان شتمني يې کنګل کړي او په ملګرو ملتونو کې يې پخپلسر د افغانستان څوکۍ بل چاته ورکړې ده.
نوموړي له نړیوالو غوښتي؛ که له افغان ولس سره بشردوستانه مرستې ونشي، نو یو ناورین به رامنځته شي.
دغه راز خلک هم د پاکستان له مرستو هرکلی کوي او له نړیوالې ټولنې غواړي، چې افغانستان ته نورې مرستې هم راولېږي.
له دې مخکې هم پاکستان اعلان کړی و، چې په افغانستان کې د بشري وضعیت د حل لپاره به پېنځه میلیارډ پاکستانۍ کلدارې مرسته کوي.
