تازه خبرونه
د پاکستان د لاهور ښار په ځانمرګي برید ۷۰ کسه ووژل شول
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د پاکستانيو چارواکو په وينا؛ نږدې اویا کسان په لاهور کې د چاودنې له کبله وژل شوي او له سلو ډېر ژوبل دي.
پوليس وايي، دغه بريد د ځانمرګي بريدګر له خوا په يوه پارک کې شوی دی.
عیني شاهدانو ویلي، چې له چاودنې وروسته زیات شمېر خلک تر پښو لاندې شوي هم دي .
راپورونه ښيي؛ دغه چاودنه له ګلشن اقبال پارک سره نږدې د موترو په یوه تمځای کې شوې ده.
لاهور د پنجاب ايالت مرکز دی، چې د پاکستان يوه تر ټولو شتمنه سيمه ګڼل کېږي او اوسنی لومړی وزير هم د دغه ځای اوسیدونکی دی.
د دې پېښې پړه جماعت الاحرار٬ ډلې، چې پاکستانيو طالبانو ته ډېره نږدې ده؛ منلی ده.