تازه خبرونه

د پاکستان د ملامتولو پر ځای، د افغان پوځ د ماتېدو لاملونه وڅېړئ – قریشي

Published

on

پاکستان پرون (دوشنبه د زمري ۱۸) یوې خبري ناستې ته ویلي؛ نړیواله ټولنه باید د دې پر ځای، چې پر پاکستان په افغانستان کې د ګړندي خرابیدونکي وضعیت پړه واچوي؛ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د کمزوریو په اړه دې څېړنه وکړي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ طالبانو روان کال له می میاشتې راپدیخوا ټول افغانستان او په ځانګړي توګه یې په تېرو درې ورځو کې د شپږ ولایتونو مرکزونه تر خپلې څارنې لاندې راوستي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د نورو هېوادونو په ځانګړي توګه د امریکا لخوا پر افغان ملي ځواکونو لګول شویو پیسو ته په نغوته کې پوښتلي، چې د افغان اردو وړتیاوو لوړول، روزنه او تجهیز … چېرته دي؟

هغه په ډاګه کړې؛ د حکومت اړوند مسلې او د افغان امنیتي ځواکونو ټوټه ټوټه کېدل او له منځه تګ باید وڅېړل شي.

هغه ویلي؛ پاکستان د نورو د ماتې پړه نشي منلی.

دا په داسې حال کې ده، چې حکومت او یو شمېر لویدیځو هېوادونو تل ویلي، چې له طالبانو څخه د پاکستان ملاتړ دوی ته دا ځواک ورکړی، چې شل کلنه جګړه وزغمي؛ خو پاکستان له طالبانو ملاتړ رد کړی دی.

قریشي وایي؛ د جګړې لپاره د ارادې نشتوالی او تسلیمیدل، چې مونږ یې په افغانستان کې وینو … آیا مونږ یې مسوول یو؟ نه!

هغه دا هم ویلي، چې پاکستان له امریکا سره د خبرو میز ته د طالبانو په هڅولو کې اړین کار کړی او تېر کال یې په دوحه کې د دواړو ترمنځ یوې هوکړې ته لار اواره کړه. دغه راز پاکستان د تېر کال له سپټمبر راپدیخوا د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرو په پیلولو کې هم مرسته وکړه، چې له هغه وخته ټکنۍ او ځنډنۍ شوې دي.

قریشي وایي: اسلام آباد د تاوتریخوالي او په خبرو کې د پرمختګ د نشتوالي په اړه اندېښنه لري. پاکستان د یو نږدې ګاونډ په توګه له بې ثباته افغانستان څخه ډېر زیان لیدلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د امریکایي ځواکونو وتل تر پوښتنې لاندې راولي او وایي: پاکستان فکر کوي، دا وتل د سولې د خبرو له پرمختګ سره تړاو لري. د افغانستان په ګډون د سیمې نور هېوادونه د بهرنیو ځواکونو له شرط پرته بېړني وتل د طالبانو د بریا زیری بولي.

قریشي زیاته کړې؛ د سې شنبې پر ورځ په دوحه کې د امریکا، چین او روسیې په مشرۍ د ترویکا ناسته پر افغانستان د بحث او خبرو یوه ښه زمینه برابروي.

دا غونډه د اګست له ۳۱ درې اوونۍ مخکې جوړیږي، چې واشنګټن له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو وروستۍ ورځ ټاکلې ده.

د امریکایي او ناتو ځواکونو د وتلو له وروستي کېدو سره  طالبانو د ستراتیژیکو او ګټورو سرحدي بندرونو په ځانګړي توګه له پاکستان سره نږدې د سپین بولډک څارنه خپله کړې ده.  

Trending

Exit mobile version