تازه خبرونه

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار کابل ته په دوه ورځني سفر راځي

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۷, ۱۴۰۰)

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف به سبا سې شنبه د مرغومي ۲۸ د یوه لوړ پوړي حکومتي پلاوي پر مشرۍ کابل ته دوه ورځني سفر وکړي او پر دوه اړخیزو اړیکو به راوڅرخي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې خبر ورکړی، چې معید یوسف د یوه حکومتي پلاوي پر مشري کوي کابل ته ځي او له اړوند سکتوري وزارتونو سره د همغږۍ له مخې به افغانستان ته د پاکستان بشري او اقتصادي مرستې په داسې طریقه ورسوي، چې د ملګرو ملتونو او نړیوالو بندیزونو او ننګونو اړتیاوو ته په پاملرنه د افغان لندمهالي حکومت له چارواکو سره مرسته وکړي.

چارواکو ویلي، چې د دې سفر موخه د افغانستان بشري، اقتصادي او پرمختیايي اړتیاوې معلومول دي.

ډان نیوز څرګنده کړې، چې پاکستان له افغانستان سره د روغتیا، لوړو زدکړو، بشري مرستو او  سوداګرۍ په برخو کې د اړیکو پر پیاوتیا خبرې کوي.

د افغانستان اسلامي امارت تر اوسه د یاد پلاوي سفر تائید کړی ندی.

Trending

Exit mobile version