نړۍ

د پاکستان د هوايي ځواک د روزنیزې الوتکې دوه پیلوټان ​​مړه شوي

Published

on

(Last Updated On: وری ۳, ۱۴۰۱)

د پاکستان هوايي ځواک څرګنده کړې، یوه روزنیزه الوتکه یې پرون (سې شنبه د وري ۲) پېښور ته نږدې د یوه روزنیز ماموریت پر مهال راولوېده، چې په کې دوه پیلوټان ووژل شول.

د پاکستان هوایي ځواک په ډاګه کړې، چې د پېښې د علت معلومولو لپاره یوې څېړونکې ډلې ته سپارښتنه شوې ده.

د سرچینې د څرګندونو له مخې: دغه روزنیزه الوتکه په یوه عادي روزنیز ماموریت کې پېښور ته نږدې راوغورزېده، چې په ځمکه کې ترې د کوم ځاني زیان راپور ورکړ شوی ندی.

د پاکستان هوايي ځواک په وروستیو کلونو کې څو ځلې هوايي بریدونه کړي دي.

د ۲۰۱۵ په نومبر کې هم د جیټ الوتکې یوه ښځینه پیلوټه وژل شوې وه.

د ۲۰۱۵ کال په مې میاشت کې یوه پوځي چورلکه، چې ډیپلوماټان یې د ګرځندوی د یوې پروژې د څېړلو لپاره لېږدول؛ وغورزېده، چې د ناروې او فیلیپین د سفیرانو په ګډون اووه کسان په کې ووژل شول.

دغه راز یوه بله پوځي چورلکه هم، چې د هوايي امبولانس په توګه کارېده د ۲۰۱۵ کال په اګست میاشت کې د مانسهرې شمالي سیمې ته نږدې نسکوره شوه، چې ۱۲ کسان په کې ووژل شول.

Trending

Exit mobile version