نړۍ
د پاکستان د ورکې پوځي چورلکې ۶ سپرلۍ مړې شوي
د پاکستان پوځ د سې شنبې پر ورځ (د اسد یوولسمه ) په ډاګه کړه، چې د سیلاب ځپلیو لپاره د مرستو د عملیاتو په لړ کې د ورکې چورلکې پاتې شونې په موسی کوت، وینډار او لسبیله کې وموندل شوې.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر څرګنده کړې: د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د پوځی چورلکې د غورزېدو په پېښه کښې د دوه جنرالانو په ګډون شپږ کسان مړه شوي دي.
د پاکستان پوځ د دوشنبې پر ورځ ویلي وه: یوه پوځي چورلکه یې، چې د بلوچستان د پوځ د قومندان په ګډون لوړ پوړي چارواکي په کې سپاره ول؛ د دې صوبې سېلاب ځپلو سیمو ته د ژغورنې په عملیاتو کې ورکه شوې ده.
د دغې چورلکې پاتې شوني له تماس څخه څو ساعته وروسته وموندل شول.
په دغه چورلکه کې د ۱۲ کنډک قومندان د جنرال سرفراز علي او یو بل جنرال، چې په دې سیمه کې یې د مرستندویه عملیاتو څارنه کوله په ګډون ۶ افسران ، سپاره ول.
ویل کیږي، چې پېښه د خرابې هوا له کبله رامنځته شوې ده.