سیمه ییز خبرونه

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان پلویانو لسګونه پولیس ټپیان کړل

د رویټرز د راپور له مخې؛ د دې لاریون مشري د خیبر پښتونخوا د شمال لویدیځ ایالت مشر کوله، چې موخه یې د خان د خوشې کیدو لپاره فشار او د واکمن ائتلاف پر وړاندې لاریون و.

Published

on

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د شنبې پر ورځ ویلي: د پاکستان د پخواني بندي لومړي وزیر عمران خان له پلوي لاریونوالو سره په نښته کې، چې اسلام‌آباد ته نږدې رامنځته شوې؛ له ۸۰ ډېر پولیس ټپیان شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې؛ د دې لاریون مشري د خیبر پښتونخوا د شمال لویدیځ ایالت مشر کوله، چې موخه یې د خان د خوشې کیدو لپاره فشار او د واکمن ائتلاف پر وړاندې لاریون و.

نقوي خبریالانو ته ویلي؛ لاریونوالو، چې مشري یې وزیر اعلی کوله، پر پولیسو ډزې وکړې او د قانون پلي کوونکیو پر وړاندې یې اوښکې بیوونکی ګاز وکاروه.

هغه ویلي: د جمعې له ورځې راپدېخوا، چې له ښاره بهر په حکومت ضد لاریون کې له پولیسو سره نښتې پیل شوې؛ له ۸۰ ډېر پولیس ټپیان شوي دي.

په راپور کې راغلي؛ چارواکو د غونډې د مخنیوي لپاره اسلام‌آباد تړلی او د ګرځند خدمات یې درولي دي.

نقوي ویلي: په داسې حال کې، چې کاروان پر درندو وسلو سمبال و؛ پولیسو ته د وسلو د نه ګرځولو سپارښتنه شوې، چې د وضعیت د خرابېدو مخه ونیسي. حکومت په اسلام‌آباد کې د امنیت د ټینګښت لپاره پوځ ځای پر ځای کړی دی.

د عمران خان د پاکستان تحریک انصاف ګوند ( پي ټي آی ) د تاوتریخوالی کارول ردوي او وايي، غواړي سوله‌ییزه غونډه وکړي.

نقوي دمخه پر پي ټي آی غږ کړی و، چې په ښار کې له ډیپلوماټیک مصروفیتونولپاره هره غونډه د اوکتوبر پر پېنځلسمه او شپاړلسمه د شانګهای همکارۍ ټولنې (اس سي او) ړ غونؤې لپاره وځنډوي، چې په کې به د چین ، روسیې او هند په ګډون پلاوي ګډون وکړي.

د شنبې پر ورځ نقوي ویلي؛ چارواکو استخباراتي معلومات درلودل، چې لاریونکوونکي د پام اړولو لپاره د ( ایس سي او) د ناستې ګډوډولو پلان درلود.

نقوي وایي: مونږ دې ته اجازه نشو ورکولی. زه به دوی ته یو ځل بیا ووایم، چې نور له سرې کرښې نه تېریږي – مونږ دې ته مه اړ کوئ، چې سخت ګامونه پورته کړو.

رویټرز راپور ورکړی، چې ( پي ټي آی ) وايي؛ د اسلام‌‌آباد احتجاج یوازې د یوې ورځې لپاره دی. د شنبې پر ورځ په ختیځ ښار لاهور کې هم یوه غونډه کوي، چې سړکونه بند دي.

Trending

Exit mobile version