تازه خبرونه
د پاکستان د پوځ لوی درستیز له قطري مشرتابه سره ولیدل
د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د دوه ورځني رسمي سفر لپاره قطر ته تلی او د قطر د لومړي وزیر د مرستیال، دفاع وزیر او د وسلوالو ځواکونو د لوی درستیز سره یې لیدلي دی.
د پاکستان د اړوند عامه اړیکو د څرګندونو له مخې؛ باجوه له قطري مشرانو سره پر دوه اړخیزو ګټو، دفاعي او امنیتي همکارۍ، سیمه ییز جیو-سیاسي چاپېریال او سولې بحث او خبرې کړې دي.
د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه ویلي، چې پاکستان او قطر تاریخي اړیکې لري.
هغه د افغانستان د سولې په بهیر کې د قطر مرسته او همکاري ستایلې ده.
د آی ایس پی آر د څرګندونو له مخې؛ قطري مشرتابه په سیمه کې د سولې لپاره د پاکستان هلې ځلې ستایلي او د پاک – قطر اړیکو د غځولو او پیاوړتیا لپاره یې پخپلو کړیو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.
دغه راز د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ماجد القحطاني هم د افغان سولې خبرو د چټک بهیر لپاره د سیمې سفر پيل کړی او په کابل کې یې له غني، عبدالله او نورو حکومتي مخکښانو سره له لیدنې وروسته په اسلام آباد کې د بهرنیو چارو له وزیرشاه محمود قریشي سره لیدلي دي.
دا لیدنه په داسې حال کې تر سره کیږي، چې له یوې خوا په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر ګړندی شوی او له بلې خوا تهران د طالبانو او حکومتي پلاوي د ناستې کوربتوب کړی او د سولې خبرو پر غځولو او د جګړې پر درولو یې ټینګار څرګند کړی دی.