سوداگري

د پاکستان د چمن پوله د افغانانو د ډله ییز ورتګ له وېرې تړل شوې

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۵, ۱۴۰۰)

له هغې یوه ورځ وروسته، چې لاریونکوونکي د پاکستان په چمن کې سړکونو ته راووتل او له افغانستان سره یې د ګډې پولې د بیا پرانستلو غوښتنه وکړه؛ نو د شنبې پر ورځ  ګڼشمېر خلک پولې ته په تمه ودرېدل.

رویټرز راپور ورکړی؛ په سلګونه خلک له نږدې دوه اوونیو راپدیخوا د چمن پولې دواړو غاړیو ته بند پاتې دي.

دوی وایي، دا پوله له تېرو ۱۳ ورځو راپدیخوا تړل شوې او مونږ یې د خلاصیدو په تمه ناست یو؛  سهار اته بجې راځو او لس بجې بېرته ځو، ځکه دوی (چارواکي) وایي: دا به تر میاشتو تړلې وي. کومې پیسې مو، چې ګټلې وې؛ ټولې رانه دلته ولګېدلې.

پاکستانيو چارواکو ویلي، چې پوله په لنډمهاله توګه د هغو افغانانو د راتګ له وېرې تړل شوې، چې غواړي د په اګست میاشت کې د افغانستان اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته؛ له خپل هېواده ووځي.

د چمن پوله، چې په خیبر پښتونخوا کې د تورخم له سوداګریز ښارګوټي وروسته له افغانستان سره دوه یمه لویه سوداګریزه پوله ده؛ د افغانستان کندهار ولایت له سپین بولدک سره نښلوي او لر او بر زرګونه کارو باري افغانان او د دواړو هېوادونو سوداګر یې کاروي.

د رویټرز د راپور له مخې؛ د جمعې پر ورځ زرګونه سوداګر د چمن سړکونو ته راووتل، ځینې یې پر آس سپاره ول او غوښتنه یې کوله، چې پوله خلاصه شي.

ویل کیږي، چې په زرګونه افغانان پاکستان ته د ننوتلو په هڅو کې پولې ته نږدې راټول شوي. په داسې حال کې، چې د ډېرو کډوالو له منلو یې دډه کړې ده.

د پاکستان چارواکي وايي؛ دوی وېره لري که د پولې مقررات نرم شي، نو شاوخوا یو میلیون افغان کډوال به ور ننوځي.

د یادونې ده، چې دمګړۍ شاوخوا درې میلیون افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي؛ ځینې یې له درې لسیزو راپدیخوا کله، چې د دوی هېواد په ۱۹۷۹ زېږدیز کال کې د روسانو لخوا اشغال شوی و.

Trending

Exit mobile version