کوید۱۹
د پاکستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر له کرونا ومړ
د پاکستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر رحمان ملک د ۷۰ کلونو پر عمر د کرونا ویروس له کبله مړ شوی دی.
رحمان ملک، چې د پاکستان د پیپلز پارټۍ سناتور او جګپوړی غړی هم و؛ له تېرې میاشتې راپدیخوا د اسلام آباد په الشفاء روغتون کې بستر و او نن سهار مړ شو.
له رحمان ملک، میرمن او دوه زامن پاتې شول.
د پاکستان ګڼو سیاسي مشرانو د دغه سناتور پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.
رحمان ملک د پاکستان د فډرالي تحقیقاتي ادارې (FIA) په اداره کولو کې هم کار کړی و.