سیمه ییز خبرونه

د پاکستان د ګوادر بندر په اړوند سیمه کې وسلوال برید مرګ او ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: )

د امنیتي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د چارشنبې پر ورځ ( د وري لومړۍ ) د پاکستان امنیتي ځواکونو د ګوادر له ستراتیژیک بندر څخه بهر پر یوه کمپلیکس وسلهوال برید پر شا وتمباوه، چې په کې ټول اته وسلهوال او دوه سرتېري وژل شوي دي.

د رویټرز په راپور کې راغلي، چې چین د بلوچستان په دې شتمن معدني ښارګوټي کې له لسیزو راپدیخوا د بېلتون‌پالو له مخالفتونو سره – سره ډېره پانګونه کړې ده.

یوه حکومتي کمیشنر سعید احمد عمراني ویلي؛ پر وسلو او بمونو سمبالو وسله‌والو له ګوادر بندر بهر پر هغه کمپلکس برید وکړ، چې د حکومتي ادارو، استخباراتي ادارو او نیمه پوځي ځواکونو دفترونه په کې دي.

نوموړي رویټرز ته څرګنده کړې؛ وسلوالو د ډزو له پیلولو مخکې یو شمېر بمونه وچول او هڅه یې کوله، چې پر کمپلکس برید وکړي.

د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې امنیتي ځواکونو د اته وسله‌والو برید شنډ کړ.

هغه زیاته کړې: پیغام مو پوره روښانه دی؛ هر هغه څوک، چې له تاوتریخوالي څخه کار اخلي د حکومت له‌خوا به هیڅ رحم ونه‌ویني.

د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې هم راغلي، چې دغه برید په مرکز کې د میشتو امنیتي ځواکونو له لوري شنډ شو، چې په کې دوه پوځیان هم ووژل شول.

په بلوچستان کې د څو بېلتون غوښتونکیو ډلو تر ټولو مخکښې ډلې د بلوڅ ازادي غوښتونکی پوځ په خبرپاڼه کې د دې برید مسوولیت منلی او څرګندوي، چې وسلوالو یې د پاکستان د استخباراتي ادارو پر دفترونو بریدونه کړي دي.

د رویټرز د راپور له مخې دې ډلې پخوا هم په سیمه او نورو ځایونو کې د پاکستان او چین پر ګټو بریدونه کړي دي.

دا د چین- پاکستان د اقتصادي دهلیز (CPEC) لپاره ارزښتمن بندر دی، چې سړکونه او د انرژۍ پروژې هم په کې دي او د چین د ولسمشر شي جین پینګ د یوه کمربند او یوې لارې د نوښت یوه برخه هم ده.

چینايي اهداف له دې مخکې هم په پاکستان کې د څو بلوڅو وسله‌والو ډلو له‌خوا تر بریدونو لاندې راغلي او وایي؛ دوی له لسیزو راپدیخوا د کانونو او معدنونو په شتمنۍ کې د پراخې ونډې لپاره جګړه کوي، چې دا غوښتنه یې په اسلام‌آباد کې د مرکزي حکومت له‌خوا رد شوې ده.

Trending

Exit mobile version