تازه خبرونه
د پاکستان راتلونکی حکومت دې هم د ناقانونه کډوالو شړل روان وساتي – لنډمهالی لومړی وزیر
د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر انوارالحق کاکړ د افغان مهاجرینو د جبري ایستلو له بهیره دفاع کړې او وایي، چې د افغان مهاجرینو ایستل سمه پرېکړه وه او راتلونکی حکومت یې باید وغځوي.
انوارالحق کاکړ ویلي؛ هغه افغان وګړي، چې پاکستان ته ننوځي باید ویزه ولري.
نوموړی پوښتي؛ کوم هېواد ته بهرني وګړي له پاسپورټ پرته ننوځي؟
هغه وایي: د افغانستان په ګډون د ګاونډ هېوادونو وګړي باید د پاکستان د مهاجرت قوانین مراعات کړي؛ ځکه، چې دا په ټوله نړۍ کې معمول دی. دا یوه سمه پرېکړه ده او راتلونکی حکومت باید دغه بهیر روان وساتي.
د مهاجرینو او راستنیدونکیو چارو وزارت ويلي، په تېره یوه میاشت کې یوازې د سپین بولدک له لارې څه باندې ۷۵۰۰ کسان هېواد ته راستانه شوي دي.
پاکستانيو رسنیو خبر ورکړی، چې د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو د بهیر له پیل راپدیخوا تر اوسه ۴۷۵ زره ۶۰۳ افغانان له پاکستان څخه جبري ایستل شوي او دا لړۍ اوس هم روانه ده.
یو شمېر هغه کډوال، چې له پاکستان څخه راستانه شوي وايي؛ افغانستان ته له ستنېدو وروسته کار نه شي موندلی او نه پوهېږي، چې خپل خواړه چېرته او څنګه ترلاسه کړي.
په ورته وخت کې بریتانوي خپرونې سنډي ګارډین خبر ورکړی، چې د پاکستان پوځ په دې لټه کې دی، چې افغانستان ته داعش وسلهوال واستوي.
اسلامي امارت دغه راپور رد کړی او وايي، چې د افغانستان ټولې پولې خوندي او ساتنه یې کیږي او کوم جنګيالي ته به اجازه ورنهکړ شي، چې د افغانستان خاورې ته راننوځي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د هېواد د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي پوله نشته او ډیورنډ یوازې فرضي کرښه ده.
