تازه خبرونه
د پاکستان ستره محکمه د افغان مهاجرینو د ایستلو د لغو کولو پر غوښتنلیک پرېکړه کوي
پاکستانيو رسنیو خبر ورکړی، چې د لنډمهالي حکومت ستره محکمه به د جمعې پر ورځ (د لیندۍ ۱۰ / د دسمبر لومړۍ ) د افغان مهاجرینو د ایستلو د لغوکولو پر غوښتنلیک پرېکړه وکړي.
د دان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ دغه غوښتنليک يو شمېر پاکستانيو سناتورانو او د بشري حقونو فعالانو چمتو کړى دى.
دوی له محکمې غوښتي، چې د پاکستان لنډمهالی حکومت دې د استوګنې د کارتونو، افغان تابعیت کارتونو او له ملګرو ملتونو څخه د پناه غوښتونکیو د نیولو، شړلو او ځورولو مخه ونیسي.
دوی همدا راز له محکمې وغوښتل، چې په پاکستان کې د زېږېدلیو کسانو د نیولو، شړلو او ځورولو مخه دې ونیسي او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ته اجازه ورکړي، چې د پناه غوښتنې په اړه پرېکړه وکړي.
پاکستان شاوخوا درې اوونۍ مخکې د ناقانونه او بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو، ځورولو او وهلو لړۍ پیل کړې ده.
د بلوچستان د اطلاعاتو لنډ مهالي وزیر د جمعې پر ورځ ویلي، چې تر اوسه څلور سوه زره افغان کډوال اقفانستان ته پر زور ستانه شوي دي.