سیمه ییز خبرونه
د پاکستان سترې محکمې د عمران خان د خوشې کولو امر وکړ
د جينیوز د راپور له مخې، سترې محکمې د پنجشنبې پر ورځ ( د غویی یوویشتمه ) د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان استماعیه ناستې وروسته په ډاګه کړه، چې د عمران خان نیول غیر قانوني دي او د هغه د سمدستي خوشې کېدو امر یې وکړ.
په دې استماعیه ناسته کې، چې ټاکل شوې وه پر ځايي وخت د ماسپښين دوه نيمې بجې وشي؛ عمران خان په سختو امنيتي تدابيرو کې له څو ساعته ځنډ وروسته سترې محکمې ته حاضر شو.
پولیسو عمران خان د سې شنبې پر ورځ د اسلامآباد په ستره محکمه کې نیولی دی.
د پاکستان لوی څارنوال عمر عطا بندیال د اسلامآباد د سترې محکمې له انګړه د تحریک انصاف د مشر نیول کېدل د دغه هېواد د قضايي نظام لپاره یوه لویه دسیسه وبلله.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي هم له پاکستان څخه غوښتي، چې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر د قضیې په اړه قانوني بهیر ته درناوی وکړي.
انتونیو ګوترش په پاکستان کې د سولهییزې راټولېدنې د حق د درناوي پر اړتیا ټینګار وکړ او له ټولو خواوو یې وغوښتل، چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي.