تازه خبرونه

د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ

Published

on

د پاکستان د سرحدونو فډرالي وزیر امیر مقام خپل هېواد ته د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار کړی دی.

د پاکستان نیشن ورځپاڼې د راپور له مخې؛ نوموړي دغه څرګندونې د شنبې پر ورځ په لاهور کې د افغان کډوالو لپاره د پنجاب د کمیشنرۍ له دفتر څخه د لیدنې پر مهال کړې دي.

دغه راز نوموړي د افغان کډوالو د سوداګرۍ ټولنې له یوه پلاوي سره هم وکتل.

د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې د پاکستان لنډمهالي حکومت د ناقانونه بهرنیانو د بېرته ستنولو لپاره یوه طرح اعلان کړه، چې ناقانونه کډوالو ته یې ۳۰ ورځنی ضرب الاجل وړاندې کړ، چې له پاکستان څخه ووځي او که نه له جبري ایستنې سره به مخ شي.

تر اوسه څه باندې ۵۰۰ زره افغان کډوال شړل شوي دي.

د بشري حقونو ټولنې د پاکستان دغه اقدام د کډوالو او د بشري حقونو له نړیوال قانون څخه سرغړونه بللې ده.

ویل کیږي، چې د بېرته ستنېدو په دې بهیر کې د ځورونې راپورونه هم ورکړ شوي دي.

Trending

Exit mobile version