تازه خبرونه

د پاکستان سرحدي ځواکونو په سپین بولدک کې پر ملکي افغانانو ډزې کړي

Published

on

Last Updated on: تله ۱۳, ۱۴۰۲

د کندهار ولايت د سپين بولدک د لويې لارې مسوولینو ويلي؛ تېره ورځ ماسپښين شاوخوا درې بجې د سپين بولدک ولسوالۍ د واش-چمن په دروازه کې پاکستانيو سرحدي ځواکونو پر ملکي وګړو ډزې کړي، چې له کبله يې دوه ماشومان او يو سپين ږيري ژوبل دي.

د سپين بولدک مطبوعاتي مسوول حفيظ حقمل پژواک خبري سرچینې ته ويلي، ټپي ماشوم عبدالواسع د شاه محمد زوی او د سپين بولدک ولسوالۍ د منار چوک اوسیدونکی دی.

حقمل زیاته کړې: پاکستانيو ځواکونو يو ماشوم پر لاس ټپي کړى؛ روغتون ته لېږدول شوى او اوس يې روغتيايي حالت ښه دى او د دوه نورو ټپيانو د روغتيايي حالت په اړه معلومات نه‌شته.

حقمل دا هم ویلي، چې تر اوسه د ډزو لامل معلوم نه‌دی؛ خو د اوس لپاره لار خلاصه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان لنډمهالي حکومت د افغانانو په ګډون په دغه هېواد کې میشتو ټولو ناقانونه کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې وخت ورکړی، چې ووځي او خپلو هېوادونو ته ستانه شي. که نه؛ نو دوی وشړل شي.

Trending

Exit mobile version