سوداگري
د پاکستان سوزوکي موټرو شرکت افغانستان ته صادرات پیل کړل
د پاکستان سماټلویزیون د راپور له مخې؛ د پاک سوزوکي اجرائیوي رییس هیروشي کاوامورا په یو لړ مراسمو کې ټینګار کړی، چې دا نوې صادراتي هڅه به په نړۍ کې د پاکستانيو موټرو کیفیت او سیالي وښيي.
د پاکستان د موټرو پرزو تړلو کمپنۍ پاک سوزوکي موټرو اعلان کړی، چې افغانستان او بنګله دېش ته یې صادرات پیل کړي دي.
د پاکستان سماټلویزیون د راپور له مخې؛ د پاک سوزوکي اجرائیوي رییس هیروشي کاوامورا په یو لړ مراسمو کې ټینګار کړی، چې دا نوې صادراتي هڅه به په نړۍ کې د پاکستانيو موټرو کیفیت او سیالي وښيي.
په ورته وخت کې د پاکستان د صنعت او تولید وزیر رانا تنویر حسین یادونه کړې، چې د دې کار موخه د پاک سوزوکي سیمهییز عرضه کوونکیو شبکې ته وده ورکول، د موثریت زیاتول او د محلي سپلائی چین مدیریت ښه کولو له لارې لګښتونه کمول دي.
هغه په پاکستان کې د ۲ اعشاریه ۵ ملیون موټرو په تولید کې د پاک سوزوکي د لاسته راوړنو ستاینه هم وکړه او دا بریالیتوب یې د خپلو کارمندانو ژمنې، د حکومت ملاتړې پالیسۍ او د پېرودونکو باور وباله.
پاک سوزوکي په پاکستان کې د موټرو د پرزو تړلو ترټولو لوی شرکت دی. دا شرکت په ۱۹۸۲ کې د سوزوکي جاپان لهخوا تاسیس شو.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو اووه میاشتو کې د ۱۳۵ میلیون ډالرو پر ارزښت موټر افغانستان ته وارد شوي دي.
پاک سوزوکي له ۱۹۷۷ کال راپدېخوا په پاکستان کې د موټرو پرزې تولیدوي. له دې مخکې اسلامي امارت ویلي وه؛ خلک کولی شي، چې له ۲۰۰۵ کال څخه نیولې تر وروستي ماډل پورې د افغانستان لاس موټر وارد کړي.