سیمه ییز خبرونه

د پاکستان له زندانونو آزاد شوي ۳۰۰ افغانان هېواد ته راستانه شول

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۹, ۱۴۰۱)

د پاکستان له زندانونو څخه له خوشي کېدو وروسته درې سوه افغانان د یکشنبې پر شپه شاوخوا لس بجې د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ ته ورسېدل.

د ۵۲۴ خوشي شویو بندیانو څخه ۳۰۰ کسان یې، چې ۱۷۷ يې نرينه او پاتې نور يي ښځې او ماشومان دي؛ د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ ته رسېدلي دي.

په اسلام آباد کي د افغانستان سفارت او د کراچۍ د کونسلګرۍ له هلو ځلو وروسته د شنبې پر ورځ د مرغومي ۱۷ د کراچۍ له زندانونو د ۵۴ میرمنو او ۹۷ ماشومانو په ګډون ۵۲۴ افغانان راخوشې شوي دي.

د کندهار سیمه ییزو چارواکو له دوی سره وکتل، لازمې آسانتیاوې یې ورته برابرې کړې او وایي، چې د دوشنبې پر سهار به بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

د والي د رسنیو دفتر د څرګندونو له مخې؛ هغه افغانان، چې د پاکستان له اړوند زندانونو خوشې شوي دي ډېرې دردوونکې کیسې یې په زړونو کې دي او د پاکستانيو چارواکو لخوا د ترسره شویو ناوړه چلندونو په اړه یې خبرې کړې دي.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په ورته وخت کې افغانان د اسلامي امارت له مشرانو مننه کوي، چې د دوی د خلاصون لپاره یې کار کړی.

دوی هېواد ته له راستنیدونېدو سره سم له روغتیایی، خوراکي او ترانسپورتي آسانتیاوو برخمن شوي دي.

د پاکستان حکومت تېر کال خبرداری ورکړی و؛ هغه افغانان، چې د اعتبار وړ ویزې نلري باید د ۲۰۲۲ کال تر پایه له پاکستان څخه ووځي.

Trending

Exit mobile version