تازه خبرونه
د پاکستان له زندانونو ۱۲۰ افغان بندیان آزاد شول – د افغانستان سفارت
په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت د پاکستان د سند صوبې له زندانونو څخه د ۱۲۰ افغانانو د خوشي کولو ډاډ څرګند کړ.
افغان سفارت تویت کړی، چې دغه کسان د سې شنبې پر ورځ ( د سلواغې ۱۱ ) خوشي شوي دي.
په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت د څرګندونو له مخې؛ ټاکل شوې، چې په راتلونکیو ورځو کې ۱۳۰ نور افغان اتباع هم د پاکستان له زندانونو خوشې شي.
دغه راز په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت د پاکستان له زندانونو څخه د ۱۳۰۰ افغانانو د خوشي کولو اعلان وکړ.
د پاکستانيو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دغه هېواد پوليسو د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ١٢٠٠ افغانان د استوګنې د اسنادو او ويزو د نه لرلو له کبله نيولي او بنديان کړي دي.
په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت منلې؛ شاوخوا ۱۵۰۰ بې اسناده افغان کډوال په پاکستان کې بندیان دي، چې د خوشي کولو هڅې یې روانې دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د معلوماتو له مخې؛ دا مهال په پاکستان کې شاوخوا یو اعشاریه ۳ میلیون قانوني افغان کډوال ژوند کوي، خو د اټکل له مخې په سلګونه زره نور افغان کډوال له قانوني اسنادو پرته په پاکستان کې ژوند کوي.
