تازه خبرونه
د پاکستان له زندانونو ۱۵ افغانان خوشي او هېواد ته راستانه شول
د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت څرګنده کړې؛ د ننګرهار ولايت د تورخم له لارې د وږي پر دوهیمه د پاکستان له زنذانونو څخه راخوشې شوي ۱۵ افغان مهاجر وطن ته راستانه شول.
د تورخم د مهاجرينو چارو آمر د څرګندونو له مخې؛ يادو کسانو له يوې مياشتې څخه تر ۶ مياشتو پورې په زندانونو کې تېر کړي او له خوشې کېدو وروسته د تورخم له لارې ننګرهار ته راستانه شول.
سرچينې زياته کړې، چې ياد کسان له ثبت او راجستر وروسته د مرستو د تر لاسه کولو لپاره د مهاجرت نړيوالې ټولنې ته ور وپېژندل شول.
همدارنګه يادو کسانو ته د ناروې د مهاجرينو ټولنې له لوري د حقوقي مسايلو او د ډنمارک د مهاجرينو ټولنې له لورې ورته د منفجره موادو په اړه لازم پوهاوی هم ورکړ شو.