سوداگري

د پاکستان لومړي وزیر له افغانستان سره د ټرانزیټي سوداګرۍ د څارنې سیستم د ښه‌کولو غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۲, ۱۴۰۲)

د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر انوارالحق کاکړ د دوشنبې پر ورځ خپلو اړوند چارواکو ته سپارښتنه وکړه، چې له افغانستان سره د ټرانزیټي سوداګرۍ د څارنې سیستم د ښه کولو لپاره دې نورې هڅې هم وشي.

د پاکستان اسوشیټیډ پرس خبري اژانس څرګنده کړی، چې دغه سپارښتنه له افغانستان سره د ټرانزیټي سوداګرۍ او د قاچاق پر ضد د هڅو په اړه د یوې غونډې په ترڅ کې وړاندې شوی ده.

انوار الحق کاکړ دغه راز د ټرانزیټي سوداګرۍ لپاره د ګډ مدیریت سیسټم د رامنځته کولو لپاره د بېړني میکانیزم غوښتنه وکړه.

په دې غونډه کې د پاکستان د مالیې او سوداګرۍ وزیرانو او د خیبر پښتونخوا او بلوچستان لوړ پوړیو چارواکو هم برخه درلوده.

د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر کاکړ قاچاق او د مالونو غیرقانونی انتقال د پاکستان د اقتصاد د کمزورتیا له اړینو علتونو یاد کړ.

هغه دا سپارښتنه هم کړې؛ د هغو کارمندانو پر وړاندې دې عدلي څارنې تر سره شي، چې په قاچاق کې لاس لري او د ګمرکونو په اړینو پوستونو کې د افرادو له ګومارلو مخکې دې بايد استخباراتي ارزونې ترسره شي.

د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر همداراز سپارښتنه کړې، چې د چمن، تورخم، غلام خان او نورو اړوند بندرونو او د بلوچستان په سرحدي سیمو کې دې د څارنې سیستم پیاوړی شي.

هغه زياته کړې، چې د کارګو اداره دې پیاوړې شي او د چمن پر پوله دې د ګمرک کارکوونکیو شمېر ډېر شي.

Trending

Exit mobile version