سیمه ییز خبرونه

د پاکستان لومړي وزیر په تاوتریخوالی کې د ښکېلو کسانو د موندلو او نیولو سپارښتنه وکړه

Published

on

رویترز څرګنده کړې؛ د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د شنبې پر ورځ چارواکو ته ۷۲ ساعته وخت ورکړ، چې د عمران خان له نیولو وروسته د تېرې اوونۍ په مرګوني تاوتریخوالی کې ښکېل کسان پیدا او ونیسي.

شهباز شریف ویل، چې دوسیې به یې د ترهګرۍ ضد محاکمو لخوا وڅېړل شي.

عمران خان د جمعې پر شپه ناوخته د محکمې پر ضمانت له ودانۍ ووت او د پوره امنیت تر چتر لاندې د خپل پلرني ښار لاهور پر لوري روان شو.

نوموړي د تېرې اوونۍ د سې شنبې پر ورځ د فساد پر تور نیول شوی و، چې سترې محکمې د پنجشنبې پر ورځ د هغه نیول غیرقانوني اعلان کړه او د خوشې کولو پرېکړه یې وکړه.

د عمران خان له نیولو وروسته د هغه پلویان لارو کوڅو ته راووتل او لاریون یې تاوتریخوالی راپورته کړ.

لاریونوالو پر پوځي تاسیساتو برید وکړ؛ د دولتي نشراتو ودانۍ یې وسوځوله، بسونه یې وسوځول شول، د اردو د لوړ پوړي چارواکي کور یې ویجاړ کړ او پر نورو شتمنیو یې برید وکړ، چې په پایله کې یې اردو د پاکستان په ډېرو ښارونو کې پوستې جوړې کړې.

د پاکستان د تر ټولو ګڼ نفوسه صوبې پنجاب پولیسو ویلي، له ۲۸۰۰ څخه زیات نیول شوي، ۱۵۲ پولیس افسران ټپیان دي، د پولیسو ۷۴ ګاډي ویجاړ او سوځول شوي او د پولیسو د مرکزونو او دفترونو په ګډون ۲۲ دولتي ودانیو ته زیان رسېدلی دی.

په راپور کې ویل شوي، چې لږ تر لږه اته کسان په تاوتریخوالي کې وژل شوي. پاکستان په داسې حال کې د ناکراریو ښکارشوی، چې له اقتصادي بحران سره هم مخ دی.

د شهباز شریف له اعلان وروسته د پنجاب حکومت د هغو نامعلومو لاریونکوونکیو انځورونه خپاره کړل، چې د تېرې چارشنبې پر ورځ یې د یوه پوځي چارواکي پر کور په برید کې لاس درلود.

د جمعې پر ورځ له محکمې څخه له وتلو مخکې عمران خان د محکمې له ضمانته هرکلی وکړ او څرګنده یې کړه، چې قضا د ځنګل د قانون پر وړاندې د پاکستان یوازنۍ ساتونکې ده.

هغه د محکمې په انګړ کې خبریالانو ته وویل: زه باید ووایم، چې ما زمونږ له قضایي قوې څخه دا تمه درلوده؛ ځکه، چې اوس د موزي جمهوریت او دیموکراسۍ تر منځ یوازنۍ نرۍ کرښه همدا قضائیه قوه  ده.

رویترز څرګنده کړې؛ لاهور ته د هغه له راستنېدو مخکې، چارواکو هغه سیمه وتړله، چې عمران خان پلوه لاریونکوونکي په کې راټول شوي وه؛ خو نوموړی د خپلو پلویانو لخوا له تود هرکلي سره مخ شو.

۷۰ کلن عمران خان د کرکت ځلانده ستوری دی، چې پر سیاستمار بدل شوی.

هغه د ۲۰۲۲ ز. کال په اپریل کې پارلمان د لومړي وزیر په توګه له هغه د باور رای واخیسته؛ خو د نظر پوښتنو له مخې د پاکستان تر ټولو نومیالی مشر دی. عمران خان پر ځان لګېدلي ټول تورونه ردوي.

نوموړي د شنبې پر ورځ په یوه مجازی خطاب کې له سترې محکمې د تاوتریخوالي په اړه د خپلواکې پلټنې غوښتنه وکړه، د څوک د تاوتریخوالي تر شاه و. د ده ګوند ته باید ګوته ونه‌نیول شي.

هغه له خپلو پلویانو وغوښتل، چې د یکشنبې پر ماښام د لاریونونو لپاره سړکونو ته راووځي.

د رویترز خبریالانو ویلي، چې د شنبې پر ورځ په پاکستان کې فیسبوک، یوتیوب او تویتر د لاسرسي وړ نه و؛ خو بیا وروسته ونښلول شو.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د سې شنبې پر شپه د پاکستان د مخابراتو ادارې ته لارښوونه کړې وه، چې په ټول هېواد کې د ګرځند مرکزونو خدمات وځنډوي او د درې ټولنیزو رسنیو شبکو ته لاسرسی بند کړي.

Trending

Exit mobile version