تازه خبرونه
د پاکستان لومړی وزیر کابل ته راورسېد
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن (پنجشنبه د لړم ۲۹) کابل ته راغی، چې د افغانستان له ولسمشر اشرف سره د سولې بهیر او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړي.
دا کابل ته د عمران خان لومړی سفر دی.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ په دې سفر کې د بهبرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي، د افغانستان لپاره د عمران خان ځانګړی استازی محمد صادق خان او د استخباراتي شبکې مشر فیض حمید او ځینې نور مشران د نوموړي ملتیا کوي.
یاد وزارت په ډاګه کړې؛ افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر سفر د لوړې کچې د نظرونو یوه تبادله ده.
افغان ولسمشر اشرف غني هم په ۲۰۱۹ کال کې له پاکستان څخه لیدنه کړې وه او د پاکستان لومړی وزیر عمران خان ته یې هېواد ته د سفر بلنه ږورکړې وه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ عمران خان به له ولسمشر غني سره وویني او بیا به په یوه خبري کنفرانس کې څرګند شي.
د دوی په خبرپاڼه کې دا هم راغلي؛ په دې ناسته کې به پر دوه اړخیزو اړیکو، د افغانستان د سولې پروسې او د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ او پرمختګ ډیر ټینګار وشي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي حنیف اتمر او د پاکستان لپاره د ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داودزي او نورو لوړ پوړیو چارواکو په کابل کې عمران خان ته ښه راغلاست ویلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې د عمران خان د اقتصادي چارو او پانګونې سلاکار عبدالرزاق داود افغانستان ته راغلی و او له ولسمشر اشرف غني سره یې لیدلي وه.
