نړۍ
د پاکستان مرکزي بانک په تېلو کې د سپما لپاره خپلو کارکوونکیو ته له کوره د کار کولو سپارښتنه وکړه
د پاکستان دولتي بانک په خپل تویت کې کارکوونکیو ته ویلي، چې مجازی غونډې، د موټرو درول او د هوا د ککړتیا کمول دې غوره او سفرونه دې محدود کړي.
دغه راز ویل شوي، چې دا کار د تېلو د سپما لپاره د ټینګار وړ ګرزېدلی دی. مونږ د بانکدارۍ صنعت او خپل نور ونډوال هڅوو، چې د امکان تر حده لګښت کم کړي.
د پاکستان حکومت له دې مخکې سپارښتنه کړې، چې د کراچۍ، لاهور، اسلام آباد او راولپنډۍ په ګډون په بېلابېلو ښارونو کې د مالونو پلور او فابریکې ژر تر ژره وتړي او کاري اوونۍ یوه ورځ راکمه کړي.
د بلومبرګ په راپور کې زیاته شوې، چې د لومړي وزیر شهباز شریف ادارې له یوې میاشتې څخه په لږ وخت کې د تېلو نرخونه ۸۳ سلنه لوړ کړي؛ ځکه، چې هغه د سبسایډي مخنیوي او له پیسو نړیوال صندوق څخه مرسته تر لاسه کړي.
د پاکستان د احصائې د معلوماتو له مخې، د سویلي آسیا دې هېواد ته د انرژۍ اړتیا په لویه کچه د وارداتو له لارې پوره کیږي او د جولای – می په میاشت کې د تېلو واردات ۹۹ سلنه ډېر شوي دي.
