تازه خبرونه

د پاکستان ملي امنیت شورا د ترهګرۍ د مخ پر زیاتیدونکي ګواښ په اړه خبرې کوي

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۳, ۱۴۰۱)

د پاکستان د ملي امنیت کمیتې (NSC) د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړې؛ هیڅ هېواد ته به اجازه ورنکړي، چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) په ګډون ترهګرو ته پټنځایونه ورکړي.

د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ د ملي امنیت کمیټې د پرېکړې له مخې: هیڅ هېواد ته اجازه نه ورکول کیږي، چې په خپله خاوره کې ترهګرو ته پناه ورکړي. د پاکستان ټول حقونه د خپلو خلکو د ساتنې لپاره خوندي دي.

که څه هم په اعلامیه کې په مستقیمه توګه د افغانستان نوم ندی اخیستل شوی؛ خو پاکستانيو رسنیو ویلي، چې د خبرداری موخه د افغانستان اسلامي امارت دی.

د ملي امنیت شورا په څرګندونو کې راغلي: هیڅ هېواد ته به اجازه ورنکړ شي، چې پاکستان وګواښي.

په دې غونډه کې د پاکستان مهمو وزيرانو، د پوځ سرلښکرانو او د استخباراتو لوړ پوړیو چارواکو ګډون کړى و.

دا غونډه په پاکستان کې د ترهګريزو بريدونو د زياتوالي او په ژورېدونکي اقتصادي بحران د بحث لپاره رابلل شوې وه.

پاکستان ادعا کوي؛ زیاتره بریدونه د TTP لخوا ترسره شوي، چې په افغانستان کې خوندي پټنځایونه او د فعالیت آزادي لري.

په غونډه کې د سرحدي پېښو پر زیاتوالي هم خبرې وشوې.

څو ورځې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله په یوه تلویزیوني مرکه کې ویلي وه، چې که د اسلامي امارت چارواکي د دغې ډلې پر ضد اقدام ونکړي او هلته میشت د TTP مشران او جنګیالي پاکستان ته ونسپاري؛ نو په افغانستان کې به د تحریک طالبان پاکستان پر پټنځایونو بریدونه وکړي.

د دوشنبې پر ورځ، د اسلامي امارت د دفاع وزارت د نوموړي د خبرو په غبرګون کې په ډاګه کړه: د ثناءالله خبرې پاروونکې او بې بنسټه وې؛ افغانستان لا وارثه هېواد ندی او افغانستان د خپل ځمکني بشپړتیا او خپلواکۍ دفاع ته چمتو دی.

Trending

Exit mobile version