تازه خبرونه
د پاکستان هوايي بریدونو د ملکي مرګ او ژوبلې په اړه اندېښنې زیاتې کړي – د بشري حقونو څار بنسټ
دغه بنسټ زیاته کړې، د یوناما د شمېرو له مخې د جون پر نههویشتمه د پاکستان په هوايي بریدونو کې د افغانستان په درې ختیځو ولایتونو کې لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي شهیدان او ۴۹ نور، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي؛ ټپیان شوي دي.
د بشري حقونو څار بنسټ د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي(یوناما) د راپورونو پر بنسټ ویلي، چې د افغانستان په ختیځو سیمو کې د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو د ملکي وګړو د مرګ او ژوبلې د زیاتېدا او د جګړې د نړیوالو قوانینو د احتمالي نقض په اړه اندېښنې ډېرې کړې دي.
دغه بنسټ زیاته کړې، د یوناما د شمېرو له مخې د جون پر نههویشتمه د پاکستان په هوايي بریدونو کې د افغانستان په درې ختیځو ولایتونو کې لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي شهیدان او ۴۹ نور، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي؛ ټپیان شوي دي.
د بشري حقونو څار بنسټ زیاته کړې، چې پاکستاني چارواکو ویلي؛ د دغو بریدونو هدف هغه وسلهوال ول، چې په کراچۍ کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو د وروستیو بریدونو مسوول بلل شوي؛ خو نور جزئیات یې نهدي ورکړي. اسلامي امارت دغه ادعاوې رد کړې دي.
د یاد بنسټ د څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درې میاشتو کې د پاکستانيو بریدونو له کبله له ۷۵۰ څخه ډېر افغان ملکي وګړي شهیدان یا ټپیان شوي، چې ډېری یې په ختیځ او سویل افغانستان کې د هوايي بریدونو قربانیان دي.
د بشري حقونو څار بنسټ ټینګار کړی، چې د ملکي وګړو مرګ او ژوبله په یوازې ځان د جګړې د قوانینو د نقض ثبوت نهګڼل کېږي؛ خو د قربانیانو د شمېر زیاتوالی د احتمالي جنګي جرمونو په اړه د خپلواکو او بېطرفه څېړنو اړتیا پیاوړې کوي.