سیمه ییز خبرونه

د پاکستان پارلمان د لومړي وزیر پر غوښتنه منحل شو

Published

on

د پاکستان د ولسمشرۍ دفتر پرون (چارشنبه د زمري ۱۸ ) ناوخته څرګنده کړه، چې د پاکستان پارلمان د لومړي وزیر شهباز شریف پر غوښتنه او د ولسمشر د سپارښتنې له مخې منحل شوی دی.

د پاکستان له ولسمشره د نواز شریف دا غوښتنه د پارلمان د پېنځه کلن پېر له پای ته رسیدو درې ورځې مخکې وشوه، چې د اګست پر ۱۲ نېټه پای ته رسیږي.

شهباز شریف په دې هیله دا غوښتنه کړې، چې د روانو سیاسي او اقتصادي بحرانونو په بهیر کې سیاسیون ټاکنو ته هیله من شي.

د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې؛ په راتلونکیو ۹۰ ورځو کې د نویو عمومي ټاکنو تر ترسره کېدو پورې باید لنډمهالی حکومت د پاکستان په پارلمان کې د شهباز شریف او د اپوزیسیون د یوه مشر له‌خوا جوړ شي.

د پاکستان لومړي وزیر له دې مخکې د چارشنبې پر ورځ د پارلمان غړیو ته د وینا پر مهال ویلي وه، چې ولسمشر ته به د پارلمان د منحلولو وړاندیز وکړي او د پنجشنبې پر ورځ به د اپوزیسیون له یوه مشر سره هم خبرې پیل کړي، چې د وړاندیز شویو نومندانو له ډلې څخه د دواړو خواوو لخوا د لنډمهالي لومړي وزیر په توګه یو نوماند معرفي کړي.

د دغه راپور له مخې: په پاکستان کې د عامو ټاکنو او رایې ورکولو پایلې ممکن څو میاشتې وځنډول شي ؛ځکه د ټاکنو کمیسیون په پام کې لري، چې د نوې سرشمېرنې له مخې په سلګونه ټاکنیزې حوزې بیا جوړې کړي.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ شنونکي وايي، چې په پاکستان کې د عامو ټاکنو په ترسره کولو کې هر راز ځنډ د خلکو غصه راپارولی شي او ورسره به په اتومي وسلو لرونکي حکومت کې هم بې ثباتي ډېره شي.

د پاکستان وروستۍ ملي ټاکنې د ۲۰۱۸ ز. کال په جون کې شوې وې، چې تحریک انصاف یې بریا خپله کړه او د کرکت پخوانی لوبغاړی عمران خان د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.

دا په داسې حال کې ده، چې د سې شنبې پر ورځ د پاکستان د ټاکنو کمیسیون د پرېکړې له مخې د عمران خان سیاسي هڅې د پېنځه کلونو لپاره ودرول شوې.

Trending

Exit mobile version