نړۍ
د پاکستان پارلمان شهباز شریف د لومړي وزیر په توګه وټاکه
د پاکستان پارلمان، چې د یکشنبې پر ورځ عمران خان بې واکه کړ؛ د دوشنبې پر ورځ یې شهباز شریف ته د لومړي وزیر په توګه د باور رای ورکړه.
نوموړی د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نواز شریف کشر ورور دی.
شنونکيو ویلي، چې شهباز شریف د خپل ورور نواز شریف پر پرتله د پاکستان له پوځ سره دوستانه اړیکې لري، چې د بهرنۍ او دفاعي پالیسۍ د څارنې له واکه برخمن پاتې شوی دی.
رویټرز راپور ورکړی، چې د دوشنبې له رای ورکولو وروسته شهباز شریف د اقتصادي ناخوالو سره د مبارزې ژمنه وکړه.
هغه پارلمان ته څرګنده کړه؛ مونږ باید د ډوبېدو په حال کې کښتۍ وژغورو، چې دا کار یوالی او ټینګه اراده غواړي.
نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې: نن مونږ د پرمختګ یو نوی پېر پیلوو.
د دوشنبې پر ورځ د شهباز شریف له بري وروسته عمران خان ته د ولسي جرګې وفادارو څه دپاسه سل وکیلانو استعفی ورکړه.
ویل کیږي، چې که دا استعفاوې د پارلمان د مشر لخوا ومنل شي؛ نو پاکستان نه یوازې په دوه میاشتو کې ضمني ټاکنو ته اړ کیږي، بلکې ۷۰ کلن شهباز شریف به له خپلو ائتلافي ملګرو سره د ۶۹ کلن عمران خان د تحریک انصاف له سرخوږۍ رامنځته کولو سره هم مخ شي.
