سیمه ییز خبرونه

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان ونیول شو

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۴, ۱۴۰۲)

د پاکستان پولیسو د شنبې پر ورځ یو ځل بیا د اپوزیسیون مشر او پخوانی لومړی وزیر عمران خان په لاهور ښار کې له خپله کوره نیولی دی.

د اسوشیتید پرس د څرګندونو له مخې؛ د شنبې پر سهار محکمې عمران خان د شتمنیو د پټولو په قضیه کې مجرم وګاڼه او د بند سزا یې ورته صادره کړه، چې کیدی شي د هغه سیاسي فعالیتونه ودروي. د عمران خان له محکومولو وروسته د اسلام‌آباد محکمې د هغه د نیولو حکم صادر کړ او د لاهور پولیسو له ځنډ پرته له خپل کوره ونیوه او د پاکستان پلازمېنې ته یې ولېږداوه.

دا واک ته د راستنېدو لپاره د عمران خان پرهڅو یو نوی ګوزار دی.

په پارلمان کې د ۲۰۲۰ کال د اپریل د میاشتې د عدم اعتماد د رایې او ګوښه کېدو وروسته له ۱۵۰ څخه ډېرو قانوني قضیو په ګډون د می د میاشتې د خونړیو لاریونونو پرمهال د فساد، تروریزم او تاوتریخوالي ته د هڅولو له تورونو سره مخ شو. په دغو لاریونونو کې د عمران خان پلویانو په ټول هېواد کې پر دولتي او پوځي تاسیساتو بریدونه کړي دي.

Trending

Exit mobile version