سیمه ییز خبرونه

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان د ټاکنو په درشل کې پر لس کاله بند محکوم شو

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۰, ۱۴۰۲)

د سې شنبې پر ورځ( د سلواغې لسمه ) د پاکستان یوې محکمې پخوانی لومړی وزیر عمران خان د دولتي رازونو د افشا کولو د تور له کبله پر لس کاله بند محکوم کړ.

دا د عمران خان پر وړاندې تر ټولو سخته سزا ده، چې په پاکستان کې له ټاکنو یوازې لس ورځې مخکې صادره شوه.

د عمران خان پر مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند ویلي، چې یوې ځانګړې محکمې عمران خان په واشنګټن کې د پاکستان د سفیر له‌خوا اسلام‌آباد ته د استول شوي پټ ټیلیګرام د منځپانګې پر خپرولو مجرم پېژندلی دی.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې، د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي هم په همدې قضیه کې پر لس کاله بند محکوم شوی دی.

د خان مرستیال ذوالفقار بخاري رویټرز ته ویل، چې مونږ دا غیرقانوني پرېکړه نه‌منو.

ټاکل شوې، چې محکمه به وروسته خپله لیکلي پرېکړه صادره کړي.

د کرکټ د ډګر دغه پخوانی ستوری له دې مخکې د فساد په یوه قضیه کې پر درې کاله بند محکوم شوی و.

ویل کیږي، چې عمران خان په ۲۰۲۲ کې د نه باور پر رایه له واکه لرې شوی؛ خو پر اوکراین د روسیې له برید مخکې مسکو ته د نوموړي تګ د هغه د حکومت د ړنګېدو ستر لامل دی.

Trending

Exit mobile version