تازه خبرونه

د پاکستان پخوانی ولسمشر ممنون حسین په ۸۰ کلنۍ کې ومړ

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۴, ۱۴۰۰)

د پاکستان پخوانی ولسمشر او د مسلم ليګ ن ګوند لوړپوړی مشر ممنون حسين د ورپښې ناروغۍ له کبله د سند ايالت کراچۍ ښار په يوه خصوصي روغتون کې تېره ورځ د ۸۰ کلونو پر عمر ومړ.

د ممنون حسين کورنۍ وايي؛ هغه د چارشنبې پر ورځ د چنګاښ پر ۲۳ ساه ورکړه؛ خو ورپېښې سرطاني ناروغۍ ډېر وکړېده.

ممنون حسین د ۲۰۱۳ له سپټمبره تر  ۲۰۱۸ زېږدیز کاله د پاکستان د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې ده.

ډان نیوز راپور ورکړی، چې ممنون حسین د تېرکال په فبرورۍ کې د سرطان پر ناروغۍ اخته شوی و او د څو ورځو راپدیخوا د کراچۍ په یوه خصوصي روغتون کې تر درملنې لاندې و.

له نوموړي یوه میرمن او درې زامن پاتې شوي دي.

Trending

Exit mobile version