نړۍ
د پاکستان پر دوه پوځي اډو په برید کې ۴ کسان ووژل شول
د رویټرز خبري سرچینې راپور ورکړی، چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې وسلوالو پر دوه پوځي اډو برید کړی؛ څلور امنیتي سرتېري او ۱۵ بریدګر وژل شوي دي.
د پاکستان بلوچستان د طبیعي زیرمو له پلوه بډایه سیمه ده او چینايي کمپنیو په کې لویه پانګونه کړې ده.
دا برید چین ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان له سفر څو ګړۍ مخکې تر سره شوی، چې په کې به د بیجینګ د ژمني المپیک د پرانیستې د مراسمو تر ترڅنګ د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره هم وګوري.
د بلوچ خپلواکۍ غوښتونکې اردو بېلتون پالې ډلې د برید پړه پر غاړه اخیستې او ادعا یې کړې، چې له ۵۰ ډېر پوځیان په کې وژل شوي دي.