نړۍ

د پاکستان په اسلام اباد کې پرلاریون کوونکیو پلاستیکي مرمې توغول شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په اسلام آباد کې پولیسو د دولت پر مخالفو لارویون کوونکیو پلاستیکي مرمۍ او اوښکې بهونکی گازکارولی، چې  تر اوسه ترې له ۴۵۰ ډېر ټپیان روغتونونو ته وړل شوي او ۱۰۰ نور لاریون کوونکي نیول شوي؛ خود ځینو خبري سرچینو په حواله ۲۶ پولیس هم ټپیان شوي دي.

لاریون کوونکیو غوښتل په پاکستان کې د صدراعظم نواز شریف پر رسمي استوگنځيیرغل وکړي.

د عمران خان او طاهر القادري زرگونه پلویان په دغو اعتراضونو کې گډون لري او له پولیسو سره یې نښتې شوي دي.

دغو لاریون کوونکیو  د اگست له پېنځلسمې نېټې په اسلام اباد کې خپل لاریون پیل کړی او د نوازشریف د گوَښه کیدو غوښتنه کوي.

د دوی په وینا ، نواز شریف د تېر کال په ټاکنو کې  پراخې درغلۍ کړې دي.

عمران خان تېره اوونۍ له حکومت سره  خبرې ودرولې او له ۲۵۰۰۰ډېرو لاریونکوونکیو په دې لاریون کې برخه واخیسته.

طاهر القادري ویلي،د ولس په وړاندې  د حکومت دا بریدله اټکل وتلې کړنه ده.

د پاکستان تلوېزیونونوداسې انځورونه هم خپاره کړي، چې له ځینو لاریونکوونکیو سره کوتک او لرگي لیدل کیږي او د سیمې  پر آسمان د وضعیت څارلو او ارامولو لپاره چورلکې چورلیږې.

دغه لاریونونه او اخ او ډب د اسلام اباد په تر ټولو خوندي سیمه کې شوی، چې زیاتره حکومتي ادارې او د چارواکو د استوگنې کورونه په کې دي.

Trending

Exit mobile version