تازه خبرونه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د کان کیندنې پر کارکوونکیو د برید له کبله ۴ افغانان ووژل شول
د بلوچستان د ډبرو سکرو د دوکي د اړوند سیمې په دې وسلوال برید کې ټول ۲۰ کارګر وژل شوي دي.
Last Updated on: تله ۲۲, ۱۴۰۳
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت تائید کړه، چې د پاکستان د بلوچستان ایالت د سکرو د کان د جمعې د ورځې د برید په قربانیانو کې د دغه هېواد څلور اوګړي هم شته دي.
د بلوچستان د ډبرو سکرو د دوکي د اړوند سیمې په دې وسلوال برید کې ټول ۲۰ کارګر وژل شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت دا برید غندلی او د پاکستان له حکومته یې غوښتي، چې د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي.
په کویټه کې د افغانستان اسلامي امارت قونسلګرۍ ته دنده سپارلې، چې هېواد ته د افغانانو د مړو د لېږد لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.
