نړۍ
د پاکستان په بلوچستان کې ۲۰ وسلوال او ۹ سرتېري وژل شوي – پاکستان
د پاکستان پوځ د شنبې پر ورځ څرګنده کړې؛ په وروستیو ورځو کې د پاکستان د جنوب لویدیځ بلوچستان ایالت پر دوه پوځي اډو د وسلوالو له بریدونو ۲۰ وسلوال او ۹ عسکر وژل شوي دي.
رویټرز راپور ورکړی، چې د بلوڅ وسلوالو لخوا د چارشنبې شپنی برید په وروستیو کلونو کې تر ټولو پراخ برید و.
د پوځ د رسنیو څانګې څرګنده کړې؛ د پنجګور او نوسکي په عملیاتو کې ټول ۲۰ وسلوال وژل شوي او امنیتي ځواکونو نن د اړوند سیمو چاڼیز عملیات بشپړ کړل.
د بلوڅانو خپلواکۍ غوښتونکي پوځ د شنبې پر شپه یوه خبرپاڼه کې د برید ادعا کړې وه ویل شوي وه، چې ټول هدفونه بریالي ترسره شوي دي.
ویل شوي، چې په دې بریدونو کې ۱۶ جنګیالیو خپل ځانونه قربان کړي؛ خو داسې نغوته نشته، چې دا کسان وژل شوي دي.
بلوڅ توکمپاله وسلوال له لسیزو راپدیخوا له حکومت سره په جګړه کې دي او د یوه جلا ایالت غوښتنه کوي او وايي، مرکزي حکومت د بلوچستان له بډایه ګازي او کانيزو زیرمو برخمن دی، چې په ناسمه توګه ترې ګټه پورته کیږي.
تېره اوونۍ پوځ ویلي، چې وسلوالو د عرب سمندر پر غاړه ګوادر بندر ته نږدې پر پوسته د برید پر مهال ۱۰ سرتېري وژلي، چې په څو وروستیو کلونو کې یې پوځ ته دومره مرګ و ژوبله نه وه اړولې.
