سیمه ییز خبرونه
د پاکستان په جنوب لویدیځ کې ځانمرګي برید ۳۶ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې
رویټرز راپور ورکړی، چې د بلوچستان د نارامه ولایت په نوشکي ولسوالۍ کې د برید مسوولیت بلوڅ آزادي غوښتونکي پوځ پر غاړه واخیست.
د پاکستان چارواکو د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې بېلتون غوښتونکو وسلوالو له چاودېدونکو توکو ډک موټر د نیمه پوځي ځواکونو پر کاروان وچاوه او لږ تر لږه پېنځه کسان یې یې ووژل او ۳۱ نور یې ټپیان کړل.
رویټرز راپور ورکړی، چې د بلوچستان د نارامه ولایت په نوشکي ولسوالۍ کې د برید مسوولیت بلوڅ آزادي غوښتونکي پوځ پر غاړه واخیست.
د نوشکي ولسوالۍ د پولیسو لوړ پوړی افسر هاشم مومند ویلي، چې د نیمه پوځي ځواکونو له ۳۰ څخه ډیر غړي هم ټپیان شوي دي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په یوه خبرپاڼه کې دا برید وغانده.
پوځ ویلي، چې بي ایل ای د سېشنبې پر ورځ د بلوچستان ولایت په یوه لرې پرتې غرنۍ لاره کې د جعفر ایکسپریس کنټرول په لاس کې واخیست او په یوه برید کې یې د اورګاډي پټلۍ والوزوله او ۳۱ سرتېري او ملکي وګړي یې ووژل.
په خیبر پښتونخوا ایالت کې، چې د بلوچستان شمال ته پروت دی او له افغانستان سره ګډه پوله لري؛ د دې ایالت اعلی وزیر علي امین ګنډاپور په ټول ولایت کې پر پولیسو د بریدونو لړۍ وغندله.
هغه د تلفاتو شمېر ونه ښوده؛ خو د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالې ډلې ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶ بریدونه شوي دي.
د پاکستان چارواکو ژمنه کړې، چې د وسلوالو د مخ پر زیاتېدونکو بریدونو مخه به ونیسي.
دې چارواکو زیاته کړې، چې دا وسلوال په افغانستان کې د میشتو وسلوالو لخوا تمویلیږي؛ خو دا تور واکمن اسلامي امارت ردوي.
