نړۍ
د پاکستان په سویل کې د ریلګاډي له ټکره د مړیو شمېر ۵۶ ته لوړ شو
رویټرز راپور ورکړی، چې د پاکستان د سند ایالت په ډهراکي سیمه کې پرون د دوه مسافر وړونکيو ریلګاډو د ټکر له کبله ۵۶ کسان مړه شوي او له سل ډېر نور ټپیان دي.
دا ټکر هغه وخت رامنځته شو، چې یو ریل له کراچۍ سرګودا ته روان و او تر سپېده چاود مخکې له بل ریل سره، چې له راولپنډۍ را روان و؛ ټکر شو.
د پاکستان د اورګاډي او اردو خبري آژانسونو ویلي، د ژغورنې عملیات پای ته رسیدلي دي.
دې ریلګاډو ۱۳۳۸مسافر لېږدول.
د پاکستان د اوسپنیزې کرښې ادارې پرون ویلي وه؛ دغه پېښه هغه وخت رامنځته شوه، چې ملت اکسپریس د سرګودا په اړوند سیمه کې له کرښې ووت.
د یادې ادارې د څرګندونو له مخې؛ له کرښې څخه د ملت ایکسپریس ریل ګاډی له وتلو سره سم یې د سر سعید ایکسپریس له ریل ګاډي سره، چې له راولپینډۍ یې حرکت کړی و؛ ټکر وکړ.
په ۲۰۰۵ کال کې هم د ریلګاډو له ټکره لږ تر لږه ۱۳۰ کسان مړه شوي وه.