نړۍ

د پاکستان په سویل کې د یوه بس له اورلګېدنې ۲۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

د پاکستان اړوند چارواکو ویلي؛ د چارشنبې پر شپه د پاکستان په سویل کې د یوه بس د اورلګېدو له کبله تر اوسه ۱۷ مسافر مړه شوي او پاتې نور ټپیان دي، چې تر درملنې لاندې دي.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ دغه پېښه د موټرو پر M-9 لویه لار رامنځته شوې، چې کراچۍ بندر د سند ایالت له حیدرآباد او جمشورو ښارونو سره نښلوي.

د ولسي جرګې د روغتیا مرستیال سراج قاسم سومرو رویترز ته ویلي: تر اوسه په دې پېښه کې ۱۷ مسافر مړه شوي او ۱۰ نور ټپیان دي، چې د ژغورنې ډلو تر درملنې لاندې نیولي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په بس کې شاوخوا ۳۵ کسان سپاره ول.

د جمشورو ضلعې کمشنر آصف جمیل ویلي: هغو کسانو، چې په بس کې سفر کاوه؛ سیلاب ځپلي خلک وه، چې د دادو نومې سیمې خپلو کورونو ته پر لاره ول.

آصف جمیل زیاته کړې، دوی د دې هدف لپاره شخصي ترانسپورت کارولی و.

دادو ولسوالي د سندهـ ایالت تر ټولو زیاته سیلاب ځپلې سیمه ده.

د اورلګېدنې لامل سمدستي ندی روښانه شوی؛ خو پولیسو ویلي؛ ظاهراً اور د بس په شاته برخه کې لګېدلی، چې ټول بس یې سوځولی دی.

ځینو ​​مسافرو له اوره د تېښتې لپاره ځانونه له بسه کښته اچولي دي.

په پاکستان کې مرګونې ترافیکي پېښې معمولې دي؛ په ټولیزه توګه چټک تګ، د سړکونو ناسمه بېخبنا او د نامناسبه موټرو کارول دي.

پر ۲۰۱۷ زېږدیز کال هم په همدې سیمه کې د تېلو یو تانکر چپه شوی و، چې له اورلګېدنې یې له ۱۰۰ ډېر کسان مړه شوي وه.

Trending

Exit mobile version