د هوا حالاتو بدلونونه
د پاکستان په سېلابونو کې سلګونه زره افغان کډوال اغېزمن شوي ـ ملګري ملتونه
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالی کمیشنرۍ څرګنده کړی، چې په پاکستان کې د وروستیو سېلابونو له کبله څه باندې ۴۲۱ زره افغان کډوال اغېزمن شوي دي.
د دغه راپور له مخې؛ د پاکستان په خیبر پښتونخوا، سند او بلوچستان ایالتونو کې ۱.۳ میلیون افغان کډوال میشت دی، چې له وروستیو سېلابونواغېزمن شوي دي.
د خیبرپښتونخوا په خیشګي کلي کې له دوه زره افغان کډوالو څخه یو هم بهادر خان دی، چې وایي: هغه شپه یوه نه هیریدونکې شپه وه؛ ځکه، چې په څو دقیقو کې زمونږ کور سیلاب لاندې کړ. مونږ پرته له دې چې ځای پریږدو بله چاره مو نه درلوده.
هغه زیاته کړې: مونږ د نويمې لسیزې په لومړیو کې د کورنۍ جګړې له پیل وروسته افغانستان پرېښود. بیا کله، چې د ۲۰۱۰ کال په سېلابونو کې زمونږ کور ویجاړ شو؛ نو مونږ اړ شو، چې بیا حرکت وکړو.
په ۲۰۱۰ کال کې هم پاکستان د ویجاړونکیو سېلابونو شاهد و، چې شاوخوا دوه زره کسان یې مړه کړل.
د راپورونو له مخې، په پاکستان کې له وروستیو سېلابونو ۱۲۶۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
