تازه خبرونه

د پاکستان په ناامنیو کې د افغانانو لاس لرل سولې او ثبات ته زیان رسوي – د پاکستان ستر درستیز

Published

on

Last Updated on: زمری ۱۸, ۱۴۰۲

د پاکستان د پوځ ستر درستیز د پاکستان په ناامنیو کې د افغانانو لاس لرلو ته په نغوته کې خبرداری ورکړی، چې دغه کار د سیمې سولې او ثبات ته زیان رسوي او د دوحې له تړون سرغړونه ده.

د حزب جمعیت علمای پاکستان په غونډه کې له خونړۍ چاودنې یوه اوونۍ وروسته، چې شاوخوا شپېته کسان په کې ووژل شول؛ د پاکستان د پوځ ستر درستیز عاصم منیر د خیبر پښتونخوا ایالت د قبایلي مشرانو په جرګه کې د وینا پر مهال د افغانستان پر لوري د نیوکې ګوته ونیوله.

نوموړی ادعا کوي، چې د پاکستان په وروستیو ناامنیو کې افغان وګړي ښکېل دي.

عاصم منیر د پېښور په قومي جرګه کې ويلي، چې په پاکستان کې میشت افغان کډوال او وګړي بايد يوازې د دغه هېواد له قوانينو سره سم عمل وکړي.

جنرال عاصم منیر یو ځل بیا ټینګار کړی، هغه ډلې، چې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي؛ په  افغانستان کې د فعالیت آزادي لري.

د نومړي د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان په ترهګریزو پېښو کې د افغان وګړو لاس لرل د سیمې د سولې او ثبات لپاره خطرناک دي او د پاکستان د امنیت ګډوډول د دوحې له تړون څخه سرغړونه ده، چې د افغانستان د سرپرست حکومت له‌خوا لاسلیک شوې او پاکستان د ترهګریزو شبکو په له‌منځه وړلو کې خپلې هڅې ونه سپموي او پر هره بیه، چې وي؛ د خپلو وګړو ساتنه به کوي.

 د پاکستان د پوځ دغه لوړپوړي چارواکي دا څرګندونې شاوخوا یوه میاشت وروسته له هغې وکړې، چې وسله‌والو د بلوچستان په ژوب کې د پوځ پر یوه مرکز برید وکړ.

هغه مهال د پاکستان بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې په دغه برید کې د کندهار ولایت افغان اتباع هم شامل دي.

د پاکستانيو رسنیو د څرګندونو له مخې؛ له دې پېښې وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام‌آباد کې د افغانستان سفارت ته یو لیک استولی او د اسلامي امارت له استازیو یې غوښتي، چې د درې افغان اورپکو جسدونه ورته وسپاري.

له دې دې مخکې اسلامي امارت د پاکستان په ناامنیو کې د افغان وګړیو د لاس لرلو او د پاکستان د حکومت پر ضد د تحریک طالبان پاکستان له‌خوا د افغان خاورې د کارولو په اړه د پاکستان د پوځ او نورو لوړ پوړیو پوځي او سیاسي چارواکو څرګندونې رد کړې دي.

اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد نه‌ده کارول شوې او نه به وکارول شي. افغانستان د پاکستان د امنیتي ناکامۍ مسوول نه‌دی.

پر پاکستان د افغانستان له سختو نیوکو سره په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي، چې د اسلامي امارت د مشر پر امر؛ د نړۍ نورو هېوادونو ته د جهاد پر نوم  د خلکو ورتګ منع شوی دی.

د ملي دفاع سرپرست وزیر په دې وروستیو کې ویلي، که څوک د جهاد پر نیت له افغانستان څخه بهر شي، د هغه جهاد؛ جهاد نه، بلکې جنګ دی.

Trending

Exit mobile version